Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تاجکستان د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه سره پر پوله نوي تاسیسات جوړوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي چې له افغانستانه د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله له دغه هېواد سره پر پوله نوي تاسیسات جوړوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي دا څرګندونې پرون په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د «له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوي لپاره د پولو  امنیت او کنټرول په برخه کې نړۍواله او سیمه ییزه همکارۍ» تر عنوان لاندې یوه نړیوال کنفرانس کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، د روان زېږدیز کال په اوږدو کې یې هېواد له افغانستان سره په ګډه پوله ۱۷۵ نوي تاسیسات جوړ کړي او د ۳۰۰ نورو تاسیساتو پر جوړېدو کار روان دی.

افغانستان له تاجکستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره اوږوده پوله لري، په دې وروستیو کې د افغانستان سرپرست حکومت له تاجکستان سره اړیکې ترینګلې شوې دي.

د بي بي سي فارسي د راپور له مخې، په یاد کنفرانس کې چې د ۶۰ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و ، له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د جنګیالو اوښتو ګواښونه په کې وارزول شول.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط او د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو سره په دې سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.

ویل کېږي چې دا  په تېرو څلورو کلونو کې درېیم ځل دی چې تاجکستان د دغه ډول کنفرانس کوربه‌توب کوي.

د تاجکستان ولسمشر دغه کنفرانس ته ویلي: «له جګړه‌ییزو سیمو نورو سیمو ته د جنګیالیو حرکتونه  او په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون په سیمه کې وېره پیدا کړې ده.»

د راپور له مخې، په دغه کنفرانس کې چې د روسیې او شانګهای سازمان غړو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و، په افغانستان کې د ۱۱ نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون تایید کړ او ادعا یې وکړه چې دا ډلې ۱۴ زره غړي لري.

د افغانستان سرپرست حکومت کوم استازي په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړی او نه هم حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده، له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر هم دا ډول څرګندونې کړې وې چې د افغانستان د حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته خطر متوجه نه دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.