Language

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د نږدې اته میلیون افغانیو په ارزښت د ځینو پروژو کار پیل شو

مهترلام (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د لغمان د پوهنې ریاست وايي، نن په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته د میا عبدالکریم د نجونو او هلکانو لېسو کې د اووه میلیون ۹۰ زره افغانیو په ارزښت بنسټيزې پروژې پيل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه‌جهان ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د یونیسف په مالي ملاتړ د میا عبدالکریم د نجونو او هلکانو دوو لېسو کې د دوو ژورو څاه‌ګانو، د اوبو دوو زېرمو، دوو سيپټيک څاه‌ګانو، ۱۲ سولري تختې او دوه کثافت‌دانیو د جوړېدو چارې پيل شوې.»

ده وویل چې د یادو پروژو لګښت اووه میلیون ۹۰زره افغانۍ اټکل شوی او کارونه به يې د درېیو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

د میا عبدالکریم نجونو لېسې مدیر عبدالمالک غزالي پژواک اژانس ته وویل، دوی پخوا په دغه ښوونځي کې یوه څاه درلوده چې اوبو يې د زده‌کونکو لپاره بسنه نه کوله.

دی زیاتوي چې د پوهنې ریاست او یونیسف ادارې له همکارۍ هرکلی کوي چې په دغه لېسه کې د سولري اوبو شبکه جوړوي.

د یادې لېسې د هلکانو څانګې د دولسم ټولګي زده‌کوونکي اسدالله پژواک ته وویل: «فعلا زموږ په لېسه کې څاه شته خو اوبه يې کمې دي او هیله ده چې د نوې څاه په بشپړېدو سره به د اوبو ستونزه حل شي.»