ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سړک جوړولو درې پروژې پرانیستل شوې

په کابل ښار کې د سړک جوړولو درې پروژې پرانیستل شوې

author avatar
20 Oct 2022 - 18:27
په کابل ښار کې د سړک جوړولو درې پروژې پرانیستل شوې
author avatar
20 Oct 2022 - 18:27

کابل (پژواک ۲۸ تله ۱۴۰۱): کابل ښاروالي وايي، په کابل ښار کې د ۷۱ میلیونو افغانيو په لګښت د سړک جوړولو د درېيو پروژو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې.

دغه مطلب د کابل ښاروالۍ په خپل ټويتر کې بیان کړی او زياته کړې يې ده چې دغه پروژې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خوا په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم، په فرهنګي چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز رییس انعام الله سمنګاني، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي او د قطر په سیاسی دفتر کې د اسلامي امارت استازی عمار یاسر هم حاضر وو، پرانیستل شوې.

سرچينه زياتوي، په روان کال کې د بګرامیو نساجي سړک په دوو برخو کې په ټولیزه توګه د (۲۵۳۰) متر په اوږدوالي او (۱۰.۵) متر پراخوالي، د کارته نو تپې په سر په دوو برخو کې په ټولیزه توګه د (۲۹۰) متر په اوږدوالي او بېلابېل پراخوالي، د وزیر محمد اکبر خان له پنځلسم سړک څخه د شېرپور تر لومړي سړک پورې د (۳۹۱) متر اوږدوالي او (۲۲.۵) متر پراخوالي سره د کابل ښاروالۍ له کورنۍ بودجې څخه د (۷۱۰۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستلو ته وسپارل شول.

سرچينه کاږي، همداراز د (۷۳۰) متر په اوږدوالي او (۳۰) متر پراخوالې سره د امنیت پروژي – قلعه زمان خان سړک، د (۱۰۸۴) متر اوږدوالي او (۱۴.۱۶ او ۲۰) متر پراخوالي سره له وزیر محمد اکبر خان سیمې څخه تر قلعه موسی او بي بي مهرو پورې د نښلوونکي سړک، د څنډو ویالو او د (۱۱۰۵) حجم په درلودلو سره استنادي دېوالونو په ګډون د جوړولو چارې نن پیل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.