Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې ممثلین او انځورګر وايي، هنرونه یې له پامه غورځول شوي

کندهار (پژواک، ٢٩ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې د هنر ورځې نمانځې مراسمو کې يو شمېر ممثلينو او انځوګرانو وويل چې هنرونه يې پامه غورځول شوي او غواړي چې پاملرنه ورته وشي.

تېره ورځ ناوخته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د هنر نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې په کې ګڼو لیکوالانو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د دې غونډې ترڅنګ یو نندارتون هم جوړ شوی و چې د انځورونو ترڅنګ په کې لاسي صنایع، خټين لوښي او ځینو نور توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.

د نمانځغونډې په پيل کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نوراحمد سعید وویل، په تېرو څلورو لسیزو کې د نورو برخو ترڅنګ هنري، فرهنګي او علمي ډګر ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په تېرو کلونو کې د نورو برخو ترڅنګ زموږ هنري، فرهنګي او علمي ډګر هم زیانمن شوی او په افغانستان کې تر ټولو ډېره جنوبي غرب حوزه زیانمنه شوې ده.»

خو هغه په ياده برخه کې د زيانونو بېلګې په ډاګه نه کړې.

دغه راز د کندهار پوهنتون استاد حیات الله رفیقي هم د هنر په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هر هنر خپل ځانګړی ارزښت لري او باید وساتل شي.

بلخوا په دې غونډه کې ځینو انځورګرانو او ممثلینو بیا نیوکه وکړه چې هنرونو ته یې خاصه پاملرنه نه کېږي.

د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنې مشر امان الله درخشان وویل، د انځورګرۍ، نقاشۍ او رسامۍ په برخه کې سلګونه ځوانان روزل شوي خو دغو هنرونو ته اوس پاملرنه کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولس د سواد کچه تر ډېره ټيټه ده نو دوی ته د انځور په ژبه ښه پيغام رسېدلای شي، خو له بده مرغه دې هنر ته اوس پاملرنه کمه شوې ده.»

د کندهار یو بل ممثل عبدالله ابدالي بیا وویل، ممثلین په ټولنه کې ناخوالې او ستونزې د تمثیل په ژبه بیانوي خو په دې وروستيو کې يې ارزښت کم شوی او سپکو نومونو یادیږي.

ده زیاته کړه، کله خلک هنر ته ارزښت ورنه کړي او ويې نه پالي بیا په کرار کرار له منځه ځي.

د غونډې په پای کې د کندهار د امربالمعروف و نهي عن المنکر رییس مولوي عبدالرحمن طیبي له ځوانانو وغوښتل چې ځانونه پر شریعت برابر کړي، لونګۍ وتړي یا هم خولۍ پر سر کړي او دغه راز د مشرانو خبرې هم عملي کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.