قلعهنو (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): د بادغیس ځیني مالداران په دغه ولایت کې د پروړې بیې له درې چنده لوړېدو او د وښو له کمښته شکایت لري او وایي، د بیو لوړوالي له امله نشي کولای چې خپلې مالدارۍ ته دوام ورکړي.
هغوی له سرپرست حکومته تمه لري څو د دغه ولایت له مالدارانو څخه ملاتړ او د څارویو د خوراکي توکو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د بادغيس يو مالدار ابراهيم وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله بازارونو کې د پروړې بيه له دوو تر درې برابره لوړه شوې ده.
نوموړی په را روان ژمي کې د خپلو پسونو راتلونکي ته اندېښمن دی او زیاتوي چې ورته د نه پاملرنې په صورت کې اړ کېږي چې خپل پسونه په ټیټه بیه وپلوري.
ابراهیم زیاتوي: «موږ څو وروڼه یو او هر یو تر ۳۰ ډېر پسونه لرو، هر کال به د یوه پلاستیک پروړې بیه ۱۵۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه نږدې ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.»
د بادغيس يو بل مالدار محمد داوود وايي، سږ کال د وچکالۍ له امله په غرونو او دښتو کې واښه نشته او دوی اړ دي چې خپلو څارويو ته له بازاره حیواني خوراک وپېري.
د محمد داوود په وینا، په بازار کې هم د پروړې او وښو بیې لوړې دي، د پېرلو توان یې نه لري او له دې سره به یې اقتصادی ستونزې دوه چنده شي.
نوموړی وایي: «په دښتو کې هم څه نشته چې زموږ پسونه یې وخوري، په بازارونو کې هم د پروړې او وښو بیې لوړې دي، که نرخونه کښته نه شي موږ اړ یو چې له مالدارۍ لاس واخلو.»
له دې سره د بادغيس ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس محسن احسان پژواک ته وويل، د کرنې رياست د مالدارانو له ستونزو خبر دى او د هواري لپاره یې هڅې کوي.
سرچينې يادونه وکړه چې د بادغيس د کرنې رياست به ډېر ژر په دې برخه کې يو پلان جوړ کړي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې چې د مالدارانو دغه ستونزه یې له مرکز او مرستندویه ادارو سره شریکه کړې، زیاته کړه: «موسسې هم له موږ سره همکارې دي، انشاالله چې د مالدارانو ستونزې ته به رسېدنه وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس ولایت د ډېری اوسېدونکو ژوند مالدارۍ او حیواني محصولاتو پورې تړلی او د مالدارۍ په برخه کې هر راز بدلون به د دوی پر ژوند هم اغېز ولري.