ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي

شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي

author avatar
24 Oct 2022 - 11:13
شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي
author avatar
24 Oct 2022 - 11:13

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانک‌‌نوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانک‌نوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز ونه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د تېرې تلې میاشتې په درېیمه د امریکا مېشتو افغانانو یوې ټولنې ته په انلاین غونډه کې وویل چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان بانک هم په همدغه ورځ وویل چې زاړه بانک‌نوټونه به په سیستماتیک ډول راټولوي او نوي بانک‌نوټونه به د معقول پولي سیاست او اړتیا له مخې بازار ته وړاندې کوي.

دا لومړی ځل دی چې تېر کال په زمري میاشت کې افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته نوي افغاني بانک‌نوټونه هېواد ته راوړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک په بازار کې د زړو بانک‌‌نوټونو له شتون څخه سر ټکوي او په راکړه ورکړه کې یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي محب‌الله شریف د افغانۍ نویو بانک‌نوټونو چاپ او هېواد ته یې رالېږد غوره اقدام ګڼي،  وایي چې د اوسنیو زړو بانک‌نوټونو چلند خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده د امریکا له خوا پر افغانستان بندیزونو ته په اشارې زیاته کړه چې امریکا هم ځکه افغانستان ته د نویو چاپ شویو افغانیو له لېږد سره موافقه وکړه چې یاده ستونزه ډېره نه شي او ګوته یې دوی ته ونه نیول شي.

دی وايي، نوي افغاني نوټونه به له هرڅه مخکې د زړو افغانیو «ناکاره حالت» په یوه سم حالت بدل کړي او د افغانیو د کمښت او په افغانستان کې د نورو اسعارو د کارېدو مسلکي او عملي مخنیوی به پرې وشي.

په وروستو کې د افغانۍ بیه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د تېر کال د زمري په نهمه، له سیاسي تحول مخکې، د یوه امریکایي ډالر بیه ۷۹.۷۰ افغانۍ وه، خو تر تحول وروسته د همدغه کال د لېندۍ په ۲۲مه د یوه امریکايي ډالر بیه تر ۱۳۰ افغانیو لوړه شوه؛ خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانیو ته راټیټه شوه. نن (د لړم دویمه) یو ډالر په ۸۸.۱۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د پژواک د یوه راپور له مخې،  د اقتصادي چارو شنونکو د نورو عواملو ترڅنګ په بازار کې د افغانۍ کموالی هم د دغو پیسو د بیې د لوړوالي لامل بللی و.

 محب‌الله شریف په دې اړه چې بازار ته د نویو بانکنوټونو وړاندې کېدل به د افغانۍ او توکو پر بیه اغېز ولري که څنګه؟ وویل: «په ټولیزه توګه به په بازار کې په نرخونو زیات اغېز ونه لري، ځکه وار د مخه د افغانستان بانک اعلان کړی چې د دې پیسو په بدل کې به مندرسې افغانۍ په قانوني او له اړوند طرزالعمل سره سم راټولې کړي.»

د ده په اند، که دغه نوي بانکنوټونه ښه مدیریت شي، په راکړه ورکړه کې د افغانۍ هراړخیزې او په خلاص مټ کارېدو ته لاره هواروي.

د اقتصادي چارو بل شنونکی قیس محمدي هم وایي چې معمولا نوي بانکنټونه د پخوانیو بانکنوتونو راټولولو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي او پر بیو، انفلاسیون، د افغانیو پر ارزښت او د خلکو پر ژوند باید هیڅ ډول منفي اغېز ونه لري.

خو هغه زیاتوي: «که نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي او زاړه راټول نه شي، نو کېدای شي د توکو بیې لوړې او انفلاسیون رامنځته شي… او د ډالرو په مقابل کې د  افغانیو په ارزښت هم اغېز وکړي.»

هغه زیاته کړه، دا چې اوسنۍ افغانۍ له کاره لوېدلې او خلکو شکایت هم درلودل، نو که اوس نوي بانک‌نوټونه د مقاماتو جېبونو ته ورسېږي او له هغې لارې بازار ته راووځي، دا چاره د انفلاسیون کچه او قیمتونه په شدت سره لوړوي.

محمدي زیاتوي: «ښه دا ده چې نوي نوټونه د بانکي سیستم له لارې د منظمو پالیسیو په اساس بازار ته وړاندې شي.»

د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر رسنیو ته ویلي چې د نویو بانکنوټونو د چاپ تړون پخوا د پولنډ د پیسو د چاپ له امنیتي شرکت (PWPW) سره شوی و او پتېیل شوې وه چې درې میلیارد افغانۍ نوي بانک‌نوټونه چې شلګون او لسګون دي، چاپ شي او د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته سپارل کېږي.

دی وايي، د سل میلیارد افغانیو په ارزښت د غټو نوټونو چاپ پر تړون هم کار روان دی، خو څنګه چې د پیسو د چاپ موضوع پشتوانې ته اړتیا لري نو فکر کوي افغان فنډ به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

افغان فنډ هغه صندوق دی چې دوې میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر دغه صندوق ته – چې په سویس هېواد کې دی- سپاري.

ویل شوي چې د دغې شتمنۍ لګولو واک به له یوې «تضمین کوونکي بورډ» سره وي او په دغه بورډ کې د امریکا د حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او همداراز دوه افغان اقتصادي کارپوهان شامل دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د تېرې تلې میاشتې په ۳۰مه، ویلي چې په یوه میاشت کې به د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه په سویس کې د افغانستان د پیسو صندوق د غړو ترمنځ لومړنۍ غونډه وشي.

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا نهه میلیارد ډالر شتمني کنګل کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.