ګردېز، میدانښار، کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي، نن په پکتیا کې له ۱۹۰ بزګرانو سره اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې، په میدان وردګو کې ۲۹۰۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته او په کابل کې له یوه روزنتون سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعید پژواک خبري اژانس ته وویل: «پر۱۹۰ بزګرانو د هوږې تخم او اړوند کرنیز وسایل ووېشل شول چې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرام د هوږې تخم، ۱۱ کیلوګرام سپینه سره، ۱۱ کیلوګرام توره سره، یوه بېلچه او یو پنجه کش ورکړل شول.»
هغه زیاته کړه، پکتیا د هوږې کرلو لپاره مناسب اقلیم لري چې کروندګر به ښه حاصلات ترې ترلاسه کړي.
دی وايي، غواړي په دغه ولایت کې هغه کرنیز توکي ترویج کړي چې خلک اړتیا ورته لري.
د عبدالحلیم په نوم یوه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې د دغه ولایت کروندګرو ته د هوږې تخم وېشل کېږي او تمه لري چې ښه حاصلات به ورکړي.
د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست هم پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، نن په مرکز میدانښار کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا له ۲۹۰۲ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
سرچينه وايي، له هرې یوې کورنۍ سره د ۴۳۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې د اېمټياېن افغانستان مخابراتي شرکت په کابل کې له اسرا روزنتون سره د یوې تفاهنامې له مخې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په یادو خوراکي توکو کې وریجې، لوبیا، نخود، بوره، چای، مکروني غوړي او نور شامل وو چې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت پلاوي له خوا د اسرا روزنتون په مرکز کې بېسرپرستو ماشومانو ته ورکړل شول.
اسرا روزنتون خپل فعالیت له نن څخه ۷ کاله مخکې په کابل کې د شلو بېکسه ماشومان په نیولو سره پیل کړ چې اوسمهال دوه څانګې لري او ۵۵ هلکان او ۲۰ نجونې په کې روزل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP