Language

ټام ویسټ ویلي، له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې پر خپلو مشترکو ګټو خبرې کړې

اټلانټا (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنۍ (پاکستان ابزرور) د لړم په ۲مه خبر ورکړی چې ټام ویسټ دا څرګندونې په خپلې یوې تازه مرکه کې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا ځانګړي استازي په مرکه کې ویلي چې دوه اونۍ مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي.

د ویسټ په وینا، په دې لیدنو کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه غږېدلی دی.

login or register a new account.