ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوې خیریه موسسې سلګونو بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روان درملنې زمینه برابره کړې

تخار کې یوې خیریه موسسې سلګونو بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روان درملنې زمینه برابره کړې

author avatar
25 Oct 2022 - 17:34
تخار کې یوې خیریه موسسې سلګونو بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روان درملنې زمینه برابره کړې
author avatar
25 Oct 2022 - 17:34

تالقان (پژواک، ۳  لړم  ۱۴۰۱): په تخار کې د یوې خیریه موسسې مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۱۴۰۰ بې‌وزلو او سختو کارونو کي بوختو ماشومانو ته د روان درملنې زمینه برابره کړې ده.

په تخار کې د «پراختیایي او هوساینې خدمتونو موسسې» مسوول کامران سادات پژواک ته وویل، د سختو کارونو ترسره کوونکو ماشومانو د شمير ډېرېدو مخنیوي، د وروستیو جنګونو په پایله کې د زیانمن شوو ماشومانو پېژندنې او د شاقه کارو ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د شپږو میاشتو په موده کې ۱۳۸۰ هغو ماشومانو ته چې د وروستیو جګړو له امله یې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي، د روان درملنې زمینه برابره کړې ده.

هغه وایي، پر ۹۰  بې‌کارو ځوانانو چې ۲۰ کسان یې له سرحده را ګرځول شوي، تر ۴۰ زرو افغانیو پانګونه کړې او اوس هغوی پر خپلو وړو سوداګریو بوخت دي.

سادات وایي، دغه پروګرامونه یې له سختو کارونو د ماشومانو مخنیوي، د وروستیو جنګونو په پایله کې زیانمن شوو ماشومانو پېژندنې او هغوی ته د کارموندنې زمینې برابرولو په موخه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ پیل کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.