بامیان (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د بامیان ولایت چارواکي په دغه ولایت کې ۶۸۰ کسانو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ زدهکړې د یوه کورس جوړولو خبر ورکوي.
د باميان ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریيس قاري زينالله مسرور وايي، دغه اداره هڅه کوي چې د حرفوي زدهکړو له لارې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.
د هغه په وينا، تر اوسه یې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٦٨٠ کسانو ته د سواد، خياطۍ او ګلدوزۍ زدهکړو زمینه برابره کړې چې له دې ډلې شاوخوا ٤٨٠ یې ښځې دي.
نوموړی زیاتوي، د خیاطي او ګلدوزۍ زدهکړې پروژې د رفاه اسلامي، همیاري زنان، برک، اکشن اېډ موسسو په همکارۍ د بامیان په مرکز او سیغان، شیبر او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوې چې له فراغت وروسته به روزل شوو کسانو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ وسایلو ورکړه هم په پام کې نیول شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو ښوونيزو پروګرامونو کې شامل کسان به له فراغت وروسته د کار بازار ته داخل او ټولنه کې به د کار زمینه ورته برابره شي.
د دې ترڅنګ، هغه کسان چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې شامل دي هم له خپلو کارونو خوښ دي.
د باميان د مرکز اوسېدونکې ٢٥ کلنه نجيبه چې د دغه ښوونيز پروګرام يوه ګډونواله ده، وايي: «موږ له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د خياطۍ پر زدهکړو بوخت يو او د خپلو استادانو په همکارۍ اوس کولای شو څو ډوله ښځینه جامې وګنډو.»
هغه هیله لري چې په راتلونکي کې به وکولای شي د خیاطۍ له زدهکړې وروسته په مستقل ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي او له دې لارې وکولای شي چې کار وکړي او عواید ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP