Language

لغمان کې د پاکو اوبو دوې سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

مهترلام (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د لغمان مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوې سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ نن د مهترلام اړوند په بصرام او د الينګار ولسوالۍ اړوند کچور سيمو کې د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو دوې سولري شبکې فعالې شوې.

بلال زیاته کړه: «د یادو سولري شبکو په فعالېدو سره په کچور سیمه کې ۳۴۵ کورنیو او په بصرام سیمه کې ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.»

د سیمې خلک د یادو شبکو له فعالېدو خوښ دي، خو وايي چې لا هم په ډېری سیمو کې خلک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې دا ډول پروژې دې زیاتې کړي.

د الینګار ولسوالۍ اړوند د کچور سیمې اوسېدونکي هجرت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا زموږ د څښلو اوبه کمې وې، ټولو کلیوالو ته يې بسنه نه کوله او اوس هیله لرو چې د یادې شبکې په فعالېدو سره به د خلکو ستونزې حل شي.»

ده وویل چې په نورو سیمو کې لا هم ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه له حکومت او خیریه بنسټونو وغوښتل چې خلکو ته دې د پاکو اوبو برابرولو برخه کې مرستې ډېرې وکړي.