ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د موټرسايکلونو د ثبتولو لړۍ پیل شوه

زابل کې د موټرسايکلونو د ثبتولو لړۍ پیل شوه

author avatar
25 Oct 2022 - 16:58
زابل کې د موټرسايکلونو د ثبتولو لړۍ پیل شوه
author avatar
25 Oct 2022 - 16:58

کلات (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د زابل د ترافیکو مسؤولین وايي، د کلات ښار او ولسوالیو د موټرسايکلونو د ثبت او راجستر کولو لړۍ یې پیل کړې چې هغوی ته موقت پلېټونه هم ورکول کېږي.

د زابل د ترافیک مدیریت سرپرست عبدالولي لالي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت په کچه د موټرسايکلونو د غلا، جنایي او ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د موټرسايکلونو د ثبت او راجستر کولو لړۍ پیل کړې ده.

ده زياته کړه: «د امنیه قوماندان په لارښوونه مو د ترافیکي او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د موټرسايکلونو ثبت او راجستر کول شروع کړي، چې هغوی ته موقت پلېټونه هم ورکوو او ترڅنګ یې د موټرسايکل د څښتن او ضمانت کوونکي د تذکرې کاپي، دوه عکسونه اخلو او هغوی ته جلا فورمه ورکوو چې د موټرسایکل ټول معلومات هم په کې ثبت وي.»

د هغه په وینا، د دوی د شمېرو له مخې په کلات ښار او ولسوالیو کې دا مهال له  ۷ زرو څخه تر ۸ زرو پورې موټرسايکلونه شته چې دا ټول به ثبتیږي.

نوموړی هیله مندي وښوده چې د کلات ښاریان دې د ترافیکو له مدیریت سره همکاري وکړي او خپل موټرسايکلونه دې ثبت کړي او که چېرې يې ثبت نه کړي، بیا په ښار کې د چلولو اجازه نه ورکول کېږي.

پر همدې مهال د کلات ښاریان هم د ترافیکو مدیریت د دې اقدام هرکلي کوي او وايي چې په دې سره به په کلات ښار کې د موټرسايکلونو د غلاوو مخنیوی وشي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي حبیب الرحمن پژواک اژانس ته وویل، د ترافیکو مدیریت ته د دې لپاره راغلي چې خپل موټرسایکل ثبت کړي او نمبر پلېټ هم ورته واخلي.

نوموړی زیاتوي، له دې سره به یې موټرسایکل ارزښت پیدا کړي، بیه به یې لوړه شي او که موټرسایکل یې ورک کېږي، نو امنیتي ځواکونه یې په اسانۍ سره پیدا کولی شي.

هغه د مرکز کلات او ولسوالیو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د خپلو موټرسايکلونو د ثبت او راجستر کولو لپاره دې د ترافیکو مدیریت ته ولاړ شي او د خپلو موټرسايکلونو د ګرځېدو لپاره دې نمبر پلېټونه واخلي.

فدا محمد د کلات ښار یو بل اوسېدونکی دی چې وايي، په کلات ښار کې د موټرسايکلونو غلاوې ډېرې دي، اړتیا ده چې د خپلو موټرسايکل لپاره نمبر پلېټ واخلي او قانوني یې ثبت کړي.

هغه پژواک ته وویل: «ښه ده چې موټرسایکلان ثبتیږي، ګټه یې دا ده که غلا شي، ژر به پیدا کېږي او ترڅنګ یې قانوني اسناد هم درکوي او هر ځای ته یې بېولی شې؛ اوس خو هره ورځ ترافیک پوښتنه کوي چې موټرسایکل دې ولې نه دی ثبت کړی.»

نوموړی زیاتوي، باید هر څوک د خپلو وسایطو په ځانګړي ډول د موټرسايکلونو لپاره نمبر پلېټونه واخلي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.