ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندی‌الاصل بریتانوی ریشي سوناک د بریتانیا نوی لومړی وزیر وټاکل شو

هندی‌الاصل بریتانوی ریشي سوناک د بریتانیا نوی لومړی وزیر وټاکل شو

author avatar
25 Oct 2022 - 00:02
هندی‌الاصل بریتانوی ریشي سوناک د بریتانیا نوی لومړی وزیر وټاکل شو
author avatar
25 Oct 2022 - 00:02

اټلانټا (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د بریتانیا د مالیې پخوانی وزیر هندی‌الاصل ریشي سوناک د دغه هېواد د محافظه‌کار ګوند مشر شو او  لومړی وزیر وټاکل شو

نوموړی وروسته له هغه لومړی وزير شو، چې مخکېنۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس تر ۴۵ ورځو ماموریت وروسته د لومړي وزارت له دندې استعفا وکړه.

سوناک د بريتانيا پاچا  چارلیس درییم سره تر ليدو وروسته په رسمي توګه د دغه هېواد د لومړي وزير په توګه چارې وسپارل وشوې.

په داسې حال کې چې بريتانيا له سخت اقتصادي حالت سره مخ ده، له څلورو مياشتو په کمه موده کې د دغه هېواد دوو لومړي وزيرانو استعفاوې کړې دي.

د ریشي سوناک سياله مورډانټ له ټاکل شوي وخته وړاندې د هغه په پلوۍ له نوماندۍ تېره شوه.

د بريتانيا پخوانی لومړی وزیر بورېس جانسن هم د يکشنبې پر ورځ له سيالۍ بهر شوی و.

سوناک د خپل کانزروېټیفس یا محافظه‌کار ګوند د مشرۍ او راتلونکي لومړي وزیر څوکۍ لپاره بېګا سیالي وګټله.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، د سوناک مور او پلار دواړه هندیان دي او بريتانیا ته له ختیځې افريقا راغلي دي. پلار يې داکټر او مور يې هم خپل درملتون درلود. هغه په ۱۹۸۰ کال کې په سوت همپټن کې زېږېدلی دی. په وېنچېسټر کالج خصوصي ښوونځي کې یې زده‌کړې کړې، په رخصتیو کې يې په یوه رسټورانټ کې کار کاوه او بیا يې په آکسفورډ پوهنتون کې په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې لوړې زده‌کړې کړې دي.

په سټنفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ د زده‌کړو پرمهال يې د هندي ميلیاردر نارایانا مورتي له لور سره واده کړی. د سوناک کورنۍ له دې وړاندې د هغه د مېرمنې اکشاتا مورتي د مالياتي چارو له امله د خلکو تر نظر او تبصرو لاندې هم وه.

هغه د مشهورو او سترو شرکتونو لپاره د تحلیل‌ګر په توګه هم کار کړی دی.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ریچمنډ یارکشایر څخه د محافظه‌کار ګوند وکیل دی او فکر کېږي چې هغه د پارلمان له تر ټولو بډایو غړو یو دی.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.