کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د پاکستان د پوځ سخت منتقد مشهور ژورنالیست ارشد شریف په افریقایي هېواد کینیا کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
ارشد شریف د مخکني لومړي وزیر عمران خان له نږدې پلویانو څخه و، خو کله چې د عمران خان حکومت ړنګ شو، نو نوموړي د پاکستان پر پوځ او استخباراتو سختې نیوکې وکړې، تر دې چې له وېرې یې هېواد پرېښود، لومړی بریتانیا او بیا افریقایي هېواد کینیا ته ولاړ.
د هغه مېرمن جویریه صدیقي پرون په ټویټر کې په کینیا کې د خپل خاوند د وژل کېدو خبر ورکړ چې ورسره په پاکستاني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې دغه خبر د ځنګله د اور په څېر خپور شو.
نوموړې نن په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د خاوند جسد به یې سبا له کینیا څخه اسلاماباد ته ولېږدول شي او همدلته به خاورو ته وسپارل شي.
هغې له خلکو غوښتي چې د خاوند پر مرګ یې سیاست ونه کړي.
د هغه مېرمن جویریه صدیقي نن د دوشنبې په ورځ په ټویټر لیکلي: «ما نن یو ملګری، میړه او زما د خوښې خبریال له لاسه ورکړ، د پولیسو په وینا هغه په کینیا کې [په ډزو] وویشتل شو.»
بلخوا، ځینو سرچینو د کینیا د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې ارشد شریف د پولیسو په ډزو کې هغه مهال ووژل شو چې پولیسو د یوه تښتول شوي موټر په لټه کې وو.
پولیسو ویلي، دوی پر یوه سړک چیکپاینټ جوړ کړی و چې د ارشد شریف د موټر چلوونکی درېدلی نه و او پولیسو پرې ډزې کړې دي.
بلخوا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې هغه د پوځ او استخباراتو له خوا وژل شوی دی.
د امریکا غږ د خبر له مخې، ارشد شریف چې له اېآروای، ټلویزیون سره کار کاوه، په اګست میاشت کې د اپوزیسیون له لوړپوړي سیاستوال او د عمران خان د دفتر رییس شهباز ګیل سره مرکه وکړه. شهباز ګیل په دې مرکه کې د پاکستان د پوځ له افسرانو وغوښتل چې باید د خپلو مشرانو هغه امرونه تعقیب نه کړي چې د «اکثریت د ارادې» خلاف وي.
دا تبصره د دې لامل شوه چې د ARY خبري چینل د لنډ مهال لپاره له خپرونو منع کړای شو او د شریف د نیولو امر صادر شو چې په پایله کې هغه له هېواده ووت. د ARY چینل وروسته وویل چې له ارشد شریف سره یې «اړیکې پرې کړې دي» دي.
د پاکستان د حکومت مخالف سیاستوال شهباز ګیل له مرکې وروسته توقیف شو او د هغه د توقیف په اړه پر قضا د عمران خان نیوکه د دې لامل شوه چې هغه پخپله محکمې ته احضار شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP