Language

ننګرهار کې پوليسو ته د يونيفورم وېش لړۍ پيل شوه

جلال‎اباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت له لوري په ننګرهار ولايت کې پوليسو ته د يونيفورم د وېش لړۍ پيل شوه او چارواکي وايي چې په دغه کار سره به د جرمونو کچه راټيټه شي.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنيو چارو وزارت د ځانګړي مکتوب له مخې، په دغه ولايت کې پوليسو ته د يونيفورم د وېش لړۍ پرون پيل شوه.

هغه زياته کړه، په لومړي سر کې د امنيې قوماندانۍ داخلي پرسونل، د جلال‌اباد ښار اتو امنيتي حوزو او د جلال‎اباد ښار پنځه‎ګونو دروازو پوليسو ته يونيفورم ووېشل شو.

دی وايي، په دويم پړاو کې به د ولسواليو پوليسو ته هم يونيفورم ووېشل شي چې په دې چارې سره به د جرمونو کچه کې کموالی راشي.

دی وايي: «د کورنيو چارو وزارت له خوا يوه اونۍ مخکې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته مکتوب راورسېد او هغه لباس يا يونيفورم چې کورنيو چارو وزارت ټاکلی، موږ يې د وېش لړۍ پيل کړه.»

پوليس هم خوښ دي چې د کورنيو چارو وزارت له لوري ورته ځانګړی يونيفورم ورکړل شو؛ ځکه اوس به خلک پوهېږي چې دا يو مسوول کس او پوليس دی.

د اول‌ګل خالد په نوم يو پوليس وويل، له دې مخکې هر نامسوول او مسوول کس په جلال‎اباد ښار کې له وسلې سره ګرځېده چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې.

هغه زياتوي چې اوس به دا ستونزه نه وي او يواځې مسوول کسان به وسلې لري.

د يادونې ده، له دې وړاندې هم يو شمېر نورو ولايتونو کې پوليسو ته يونيفورم وېشل شوی دی.