ترینکوټ (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اېسياراو په نوم یوې مرستندویه ادارې له خوا ۲ زره ۴۷۲ کسان په کار وګومارل شول.
دغه کسان به د ترینکوټ اړوند شپږ کانالونه او ویالې د یوې میاشتې په موده کې پاکې کړي چې هر یوه ته به د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
په اروزګان کې د ACRO موسسې یوه مسوول موسی جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په تازه ګومارل شوو کې ۹۰ سلنه هغه کسان دي چې د تېرو جګړو پر مهال بېځایه شوي وو او اوس بېرته خپلو سیمو ته راکډه شوي دي.
ده زیاته کړه، پاتې لس سلنه هغه کسان دي چې بېوزله دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.
دی وايي، په کار ګومارل شوو دغو ۲ زره او ۴۷۲ کسانو ته به د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي څو له یوې خوا خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او له بلې خوا د خپلو سیمو ویالې او کانالونه پاک کړي.
د ده په وینا، دغه موسسه هڅه کوي په ولسوالیو کې هم خلکو ته ورته کاري زمینې برابرې کړي.
د اروزګان ولایت مقام د دفتر رییس مولوي هارون وايي، دا ډول مرستې چې خلکو ته د کار په بدل کې ورکول کېږي، ګټورې دي.
هغه زیاته کړه، دغه ولایت تېرو جګړو سخت ځپلی چې اوس ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، په کار ده نورې مرستندویه ادارې هم خپلې بشري مرستې د کار په بدل کې خلکو ته ورکړي.
د ترینکوټ اوسېدونکی نعمت الله یو له هغو کسانو دی چې د پیسو په بدل کې په کار ګومارل شوی دی.
هغه پژواک ته وویل، د کار په بدل کې د مرستې ترلاسه کول ښه پروسه ده او واقعي اړ خلک کولای شي خپل حق ترلاسه کړي.
دی وايي، له کار پرته د مرستو د وېش پروسو کې د اړو کسانو په نوم راغلې مرستې نامستحق کسان وړي.
نوموړی له نورو مرستندویه ادارو هم غواړي چې د کار په بدل کې خپلې مرستې ووېشي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن