محمودراقي (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۴۳ میله وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو وسلو او مهماتو کې ۲۵ کلاشینکوفونه، ۱۲ تومانچې، دوه اېم ۱۶ ټوپک، یو راکټ، یو ثقیل هاوان، یوه پیکا، یو چرهییز ټوپک او یوه اندازه د راکټ مرمۍ او شاجورونه شامل دي.
سرچینه زیاتوي: «دغه اسلحې د یوې میاشتې په موده کې د کاپیسا استخباراتو ریاست د مرکز په شمول د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې نیولې او د دغو اسلحو په تور تر اوسه کوم کسان نه دي نیول شوي.»
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن