Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راشد خان د کرکټ شل اووریزه نړۍواله درجه‌بندي کې لومړی ځاى خپل کړ

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه‌بندي کې افغان لوبغاړي راشد خان لومړی ځاى خپل کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا د لړم په څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د شل اووریزو سیالیو تازه درجه‌بندي په اړه معلومات وړاندې کړي چې په کې د ملي لوبډلې توپ اچوونکي راشد خان لومړی مقام خپل کړى دی.

د راپورونو له مخې، له راشد خان مخکې د شل اووریزو سیالیو په درجه‎بندي کې د استرالیا تیز توپ اچوونکي جوش هازلووډ لومړی مقام درلود.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ هم د لړم په څلورمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان ستوري راشد خان د کرکټ نړۍوالې شورا د شل اووریزو سیالیو په درجه بندۍ کې بیاځل لومړی مقام خپل کړ.

د يادونې ده، له دې مخکې راشد خان د شل اووریزو سياليو په درجه بندي کې دویم مقام درلود.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.