ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړوالي شکایت کوي

د نیمروز اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړوالي شکایت کوي

author avatar
26 Oct 2022 - 15:09
د نیمروز اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړوالي شکایت کوي
author avatar
26 Oct 2022 - 15:09

زرنج (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې چې د چرګ غوښې پر بیو د کنټرول غوښتنه کوي وايي، دوې میاشتې مخکې د یو کیلوګرام چرګ غوښې بیه شاوخوا ۱۶۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د زرنج ښار اوسېدونکی میرویس کاشاني چې د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، دوې میاشتې مخکې یې یوه کیلو د چرګ غوښه په ۱۶۰ افغانۍ اخیسته خو اوس یې بیه ۱۹۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی چې په یوه دولتي اداره کې د خدماتي کارکوونکي په توګه کار کوي، وايي: «میاشتنۍ تنخوا مې ۶۵۰۰ افغانۍ ده؛ مخکې مې لږ تر لږه په میاشت کې یو چرګ کور ته اخیستلی شو، خو اوس د دوه نیم کیلو چرګ ۵۰۰ افغانۍ کېږي چې د پېرلو وس یې نه لرم.»

هغه د نیمروز ښاروالي په بی‌پروایۍ تورن کړ او زیاته یې کړه: «ښاروالي باید نرخونه کنټرول کړي، که ښاروالي د بازار نرخونه کنټرول نه کړي، د غوښې، خوراکي توکو او نورو ټولو توکو بیې ورځ په ورځ لوړېږي او غریب خلک په دغه حالت کې ان خپله وچه ډوډۍ نشي پیدا کولای.»

هغه د ښاروالۍ له ریاسته غواړي چې ژر تر ژره د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د چرګ غوښې پلورونکو او هټۍوالو ته نرخپاڼې وټاکي.

د زرنج ښار د چرګ غوښې یوه پلورونکي احمدعلي هوتک پژواک ته وویل، له لسو کلونو راهیسې د چرګ غوښې د پلور له لارې خپل ژوند پرمخ بیايي.

هغه وايي، له دوو میاشتو راهیسې د چرګ غوښې بیه لوړه شوې ده.

سرچینې زیاته کړه: «مخکې مې یو کیلو چرګ له شرکته په ۱۶۰ افغانۍ اخیسته او په ۱۷۰ افغانۍ به مې پلورلو، خو په دې وروستیو کې چې شرکت خپلې بیې لوړې کړې دي، یو کیلو چرګ په ۱۷۵ افغانۍ د چرګ غوښې پلورونکو ته ورکوي او موږ یې په ۱۹۰ افغانۍ پر خلکو پلورو.»

هغه زیاتوي، دا چې په نیمروز کې د چرګانو فارم نشته، عمده پلورونکي دغه چرګان له فراه ولایته راوړي او څنګه یې چې خوښه وي، په هماغه بیه یې پلوري.

هغه وویل، هره ورځ د چرګانو غوښې پر ۷۰۰ کارټنونو بار دوه یا درې موټرونه – چې په هر کارټن کې یې ۱۰ چرګان وي – ښار ته راځي، خو که یو یا دوه موټر وپلورل شي، نو عمده پلورونکي یې په سبا پاتې موټر د خپلې خوښې په بیه د چرګ غوښې پر پرچون پلورونکو پلوري.

هوتک زیاته کړه، د چرګ غوښې عمده پلورونکي ناروغ چرګان هم راوړي خو پر هتۍ‌والو یې په ټيټه بیه پلوري څو په کارټنونو کې له منځه ولاړ نه شي، خو د خلکو د روغتیا لپاره زیانمن دي.

هغه زیاته کړه، یوه میاشت کېږي چې د چرګانو پرچون پلورونکو د ښاروالۍ ریاست ته عریضه کړې څو د چرګ غوښې د عمده پلورونکو له لوري د بازار د انحصار مخه ونیسي خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د زرنج ښار په کچه د چرګانو پلورونکو استازی سیدمحمد شیندني پژواک ته وویل، د چرګ غوښې بیه نه یوازې د زرنج ښار، بلکې د دغه ټول ولایت په کچه لوړه شوې ده.

نوموړي په دغه ولایت کې د چرګ غوښې د بیې لوړېدو په اړه وویل، یوې ډلې د چرګ غوښې د پلور او پېر بازار انحصار کړی او اجازه نه ورکوي چې بیې یې راټيټې شي.

هغه دغه ډله د مافیا په توګه یاده کړه او ویې ویل: «د دغې ډلې شمېر ۱۶ کسانو ته رسېږي چې له فراه ولایته په موټرونو کې چرګان را باروي او نیمروز ته یې راوړي او د خپلې خوښې په بیه یې پر هټۍ‌والو پلوري.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه محدوده ډله چې نیمروز ته چرګان راوړي، په فراه ولایت کې یو کیلوګرام چرګ په ۱۳۰ افغانۍ پېري او دلته یې کیلو په ۱۷۵ افغانۍ پر هټۍ‌والو پلوري.

هغه ادعا کوي چې یادې ډلې بازار په خپل کنټرول کې اخیستی او ان ناروغ چرګان هم په جبري توګه پر هټۍ‌والو پلوري؛ که هغوی یې ترې وانه خلي، نو بیا روغ چرګان هم نه ورکوي؛ ښاروالي او حکومت په دې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «دغه ډله خلک چې په ګټه او تاوان کې شریک دي، له یو بل سره راغونډېږي او پرېکړه کوي چې نن فرضا دوه موټره چرګان راوړي، دویم موټر د ښار په دروازه کې دروي څو لومړی موټر په ټاکلې بیه پر هټۍ‌والو وپلوري او وروسته دویم موټر بازار ته واردوي.»

هغه په دوام کې وویل: «دغه ډله هره میاشت له دې کاره ډېره ګټه ترلاسه کوي او ان خپلو مړیو ته هم له دې ګټې ونډه ورکوي، لکه څرنګه چې د ونډې پر اساس د دغه مافیايي ګروپ هر غړی د میاشتې له ۴۰ زره تر ۴۰۰ زره افغانیو ګټه کوي، خو تاوان یې د نیمروز غریبو خلکو ته رسېږي.»

د هغه په وینا، کله چې د بازار غوښتنه ډېره شي، نو هغوی د عرضې کچه راټيټوي څو بیې لوړې شي.

نوموړي د ښاروالۍ له ریاسته وغوښتل چې ژر تر ژره دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د زرنج ښاروال مولوي نورالدین حمزه پژواک ته وویل، ښاروالي د داخلي دندو له اصولو سره سم د څارنې ټيم لري چې تل په بازار کې پر بیو، تاریخ تېرو توکو، نانواییو او قصابیو څارنه کوي او له سرغړوونکو سره تل قانوني چلند کېږي.

هغه زیاته کړه، ښاروالۍ د چرګ غوښې د بیې لوړېدو په اړه د چرګانو له پلورونکو سره خبرې کړې او هغوی له دې امله چې چرګان له ګاونډي ولایته راوړي، ډېر لګښت پرې راځي.

هغه زیاته کړه، څو ورځې مخکې د زرنج ښاروالۍ د چرګ غوښې د عمده پلورونکو له لوري د چرګانو بازار د انحصار د مخنیوي په موخه د چرګ غوښې پرچون پلورونکو ته هم استازی ټاکلی څو د عمده پلورونکو د سرغړونې پرمهال په خپله د نورو ولایتونو له عمده پلورونکو سره په اړیکه کې و اوسي.

نوموړي د عامې روغتیا، چاپېریال ساتنې، کرنې او مالدارۍ ریاستونو په ګډون د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه کمېټه به د چرګ غوښې د بیې لوړېدو په اړه د چرګ غوښې له پلورونکو او واردوونکو سره خبرې وکړي او په دې اړه به تصمیم ونیسي.

هغه ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به یاده کمېټه خپل کار پیل او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزه هواره کړي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.