Language

زابل کې د فوټبال د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې

کلات (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د شیخ متي لېسې په سټډیوم کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.

د زابل د فوټبال فدراسیون مشر سید اغا ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه پيل شوې وې چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.

دی وایي، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته اتحاد او شاهین لوبډلې وتلې وې چې په ټاکلو نوي دقیقو کې اتحاد لوبډلې شاهین لوبډلې ته دوه ګوله ورکړل او دوه پر صفر یې سیالي وګټله.

هغه زیاتوي، د یونیسف له خوا غوره لوبغاړو ته مډالونه، د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او پاتې نورو لوبغاړو ته د فوټبال جامې، بوټونه او نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.

د ده په خبره، په یاد ولایت کې فوټبال ډېر مینه‌وال لري او د پخوا په پرتله یې وده کړې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، په مرکز کلات کې د فوټبال ۲۸ او په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د فوټبال ۲۰ لوبډلې ورسره ثبت دي چې ټولټال ۳۵۰ لوبغاړي لري.

په زابل کې د فوټبال لوبې یوه روزونکي عصمت‌الله قایل پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول سیالۍ د پټو استعدادنو د موندلو لپاره ګټورې دي.

ده غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د دغې لوبې د ودې لپاره ډېر کار وشي څو زابلي لوبغاړي د هېواد په کچه لیګونو کې ولوبېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د دغه ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې هم د یونیسف په مالي ملاتړ د دغې ولسوالۍ د ۸ غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ شوې وې.