هرات (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
د ورېښمو د تولید یوې کارخونې مسوولې او په دې برخه کې فعالې صدیقه تمسکي له پژواک سره په خبرو کې وویل، په وروستیو کلونو کې یاد ولایت کې د ورېښمو د تولید لږ تر لږه ۴۵۰ کارخونې فعالې وې؛ خو اوس دغه شمېر درېیو کارخونو ته رسېدلی دی.
نوموړې وایي، د تېر په پرتله د ورېښمو ارزښت هم کم شوی؛ په داسې حال کې چې په تېرو وختونو کې به په ښه بیه پلورل کېده.
هغې وویل، اوسمهال یو من (څلور کیلوګرام) ورېښم په ۲۸زره افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې مخکې تر نږدې ۴۰زره افغانیو پلورل کېده.
دغهراز مدینه هروي چې له څو کلونو راهیسې د ورېښمو تولید برخه کې فعالیت لري، وایي چې مخکې به یې له کارخونې د ورځې تر زرو افغانیو عواید درلود؛ خو د نوي حکومت په راتلو سره یې عاید درې سوه افغانیو ته کم شوی دی.
د هغې په خبره، د داخلي او بهرني بازار نشتون په هرات ولایت کې د یاد صنعت د رکود یو لامل دی.
په ورته وخت کې، د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هم مني چې د دغه صنعت پلور مخ پر ځوړ دی.
د یاد ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر خلیل احمد بهمنیش له پژواک سره په خبرو کې وویل، په تېرو کلونو کې به کروندګرو ته نږدې پنځه زره د ورېښمو چنجیو کارتنونه نه ورکول کېدل؛ خو اوس دغه شمېر ۲۰۰۰ کارتنونو ته را کم شوي دي.
هغه د دغه کار یوازېنی لامل د کرونا ویروس خپرېدل او بهرنیو هېوادونو ته د الوتنو درېدل بولي.
نوموړی ټینګار کوي چې د ورېښمو بیه د تېرو کلونو په پرتله لږ ښه شوې ده.
همداراز په یاد ولایت کې د « رادا» موسسې مسوولین چې د ورېښمو د ارزښت حلقې د پراختیا په برخه کې کار کوي، هڅه کوي څو دغه صنعت یو ځل بیا پر پښو ودروي.
د «رادا» موسسې رییس ډاکټر نذیر احمد غفوري پژواک ته وویل، اوسمهال نږدې پنځه زره ۲۵۰ کورنۍ د دغې موسسې تر پوښښ لاندې دي او هغو ته د ورېښمو چنجیو تخمونه هم وړیا ورکړل شوي، څو د هغو محصولاتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرولو ترڅنګ، بېوزلو کورنیو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د غفوري په خبره، د دوی ادارې څو ځلې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کروندګرو او ورېښمکارو ښځو د وړتیا لوړونې ورکشاپونه هم جوړ کړي دي چې اوسمهال په څلورو ولسوالیو زندهجان، انجیل، ګذره او پښتون زرغون کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د رادا موسسې رییس زیاته کړه چې د بازارموندنې پرسونل په هڅو، هر کال د ورېښمو د تولید له درکه لږ تر لږه یو میلیون امریکایي ډالر لاسته راوړي؛ خو دا بسنه نه کوي او په دې برخه کې د دولت د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې په هرات ولایت کې تولید شوي ډېری ورېښم د خامو موادو په ډول بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او یوه برخه یې، د هېواد په داخل کې د ورېښمینو شالونو، ورېښمینو ټوټو، ورېښمینو دستمالونو، ورېښمینو قالینو او ورېښمینو لونګیو په تولید کې کارول کېږي.
په تېرو وختونو کې په هرات کې د ورېښمینو تولیداتو ډېر پېرېدونکي د ډيپلوماټانو په ګډون بهرني وګړي وو؛ خو اوس د هغوی د نشتوالي له امله د ورېښمو پرمخ بهرنی بازار هم تړل شوی او دغه صنعت تر پخوا کمزوری شوی دی.
د یادونې ده، د هرات ولایت تر ۹۰ سلنې ډېر ابرېښم د ښځو له خوا توليدېږي او د تولیداتو په کمېدو سره سلګونه ښځې بېکاره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP