قلعهنو (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ګاز یو معدن موندل شوی دی.
د بادغیس د کانونو امریت سرپرست سید شمسالدین نظامي د دغه کان له کشف او پېژندلو خبر ورکړی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، دغه کان د یاد ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په تنګي بزبای سیمه کې موقعیت لري او د کانونو وزارت د تخینکي ډلې له خوا پېژندل شوی دی.
هغه زیاتوي: «په دې سیمه کې د خامو نفتو نښې هم ښکاري او تر اوسه دقیقه نه ده چې دا هممهاله د ګاز او نفتو معدن دی او که یوازې ګاز.»
د سرچینې په خبره، اوسمهال یوازې مقدماتي سروې شوې او معلومه نه ده چې د کانونو وزارت به د کان د تثبیت او استخراج لپاره کله اقدام کوي.
د بادغیس د کانونو امر زیاته کړه: «موږ مرکز ته یو وړاندیز ورکړی، د کانونو له وزارته یو پلاوی راغی او موږ ساحې ته ورسره ولاړو، تثبیت شوه چې معدن شته؛ خو دا نه ده معلومه چې یو معدن دی که دوه؛ ځکه د ګاز او نفتو دواړه نښې ښکاره شوې دي خو مشخص نه دي چې دوه دي که یو.»
په همدې حال کې، د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه کان پر پیدا کېدو د خوشحالۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، حکومت باید د دغه کان داستخراج لپاره اقدام وکړي.
د قلعهنو اوسېدونکی عبدالناصر انوري وايي، د دغه کان په استخراج سره کېدای شي له یوې خوا په هېواد کې د عایداتو او ګاز ډېرېدو لامل شي او له بلې خوا به ځینو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
هغه زیاته کړه: «د خوښۍ ځای دی چې داسې یو کان موندل کېږي، پروا نه لري که ګاز وي یا نفت، په هر حال د هېواد په ګټه دی.»
په همدې حال کې، د بادغیس یو بل اوسېدونکی احمدشاه رامز د دغه کان پر کشف د خوشحالۍ څرګندولو ترڅنګ وايي: «دولت باید د کانونو برخه کې پانګونه وکړي، څو هېواد ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
دا په داسې حال ده، موده مخکې هم بادغیس کې د فلورایډ یو کان کشف شو چې اوس د حکومت له خوا استخراجېږي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن