اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون ویلي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه لاهم یوه اساسي ځانګړنه ده چې د سیمې هېوادونه یې ملاتړ کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د لړم په۴مه، د اروپایي ټولنې پارلمان ته پخپله وینا کې کړې دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، نیکلسون یادې ناستې ته ویلي چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د درناوي ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه لاهم یوه اساسي ځانګړنه ده چې د سیمې هېوادونه یې ملاتړ کوي او موږ ولیدل چې په بېلابېلو اعلامیو او بیانونو کې یې غوښتنه شوې ده.»
د نیکلسون په وینا، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ډلې ایران او تاجکستان د توکمیزو او مذهبي ټولنو لکه تاجیکانو، هزارهګانو او شیعهګانو [د ورګډولو] پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وایي، حکومت یې ټولشموله دی او ټول قومونه او د لږکیو استازي پکې ونډه لري.
که څه هم تر اوسه هیڅ هېواد کابل په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه له سرپرست حکومت سره په یو ډول تعامل کې ښکېل دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن