ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نیمه پاتې کارونه بیرته پیل کړي دي

سیګار: د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نیمه پاتې کارونه بیرته پیل کړي دي

author avatar
27 Oct 2022 - 18:35
سیګار: د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نیمه پاتې کارونه بیرته پیل کړي دي
author avatar
27 Oct 2022 - 18:35

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش “سیګار” په خپل تازه ۶۲ مخیز راپور کې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو د نیمه کاره پروژو د بیرته پیلولو په اړه خبرې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ضایع کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دا پروګرامونه به د روغتیا، کرنې، د خوارځواکۍ او بېوزلۍ کمولو په برخه کې پلې شي.

په راپور کې راغلی: «د امریکا متحدو ایالاتو د بیارغونې د فعالیتونو په ګډون ځینې کارونه چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې مخکې روان وو، بېرته پیل کړي دي؛ د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې یا USAID هغه فعالیتونه بیا پیل کړل چې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې دوام درلود، دغې ادارې د بې وزلۍ، لوږې، خوارځواکۍ او اقتصادي ستونزو د مخنیوي او د روغتیا، کرنې، ښوونې او روزنې برخو د پیاوړتیا لپاره نوې بودیجه ځانګړې کړې ده.»

د امریکا د ځانګړي مفتش په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له جدي ننګونو (د بودیجې او کارپوهو کارکوونکو» له کمښت سره مخ دی.

په راپور کې راغلي: «د افغانستان روغتیايي سیسټم د مالي، بشري او فزیکي سرچینو د پام وړ کمښت له امله له جدي بحران سره مخ شوی، ځکه د دغه هېواد د روغتیا سکتور لپاره نړۍوال ملاتړ او دولتي مرستې سمدستي بندې شوې، نړۍ وال بانک د خپل روغتیایی پروګرام تمویل بند کړ او د روغتیا پاملرنې سیسټم یې د سقوط کندې ته وغورځاوه.»

په عین حال کې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د نیمه پاتې پروژو بیرته پيلول ښه ګام بللی دی.

د دغه وزارت مرستیال عبدالطیف نظري ویلي: «د هغو پروژو بیا پیلول چې مخکې بندې شوې وې، د باور د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام دی او کولای شي د کرنې، روغتیا او په ټولیزه توګه د بې وزلۍ په مهمو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، موږ د دغه ګام هرکلی کوو.»

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیال تر دې وړاندې ویلي وو چې د روغتیا برخې سره د مرستې لپاره د یو میلیارډ ډالرو ژمنه شوې خو دغه وزارت یې د لګولو په څرنګوالي کې دخیل نه دی.

Views: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.