ګردېز (پژواک، ٥ لړم ١۴٠١): د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار د داخلي تخريب شوو سړکونو، پلچکونو او څلور لارو د بيارغولو چارې پيل شوې.
د چارواکو په خبره، دغه سړکونه له کلونو کلونو راهيسې ويجاړ پاتې وو چې د ښاريانو او ترافيکو پرمخ يې خنډونه جوړ کړي دي.
د ګردېز ښاروال محمدشريف الهام پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن د ګردېز ښار د داخلي تخريب شويو ځايونو د بيارغولو چارې پيل شوې چې د دوو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.»
نوموړى وايي چې د ښار دغه تخريب شوي ځايونه د ١٠ ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي چې دغه پيسې د ښاروالۍ له عوايدو ورکول کېږي.
د الهام په خبره، د دغو سړکونو او څلورلارو د تخريب له امله ښاريانو او ترافيکو ته ډېرې ستونزې موجودې وې او هم يې د ښار پاکوالي ته زيان رسولى و.
د ګردېز ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له دغه اقدام څخه خوښ دي.
د ګردېز ښار اوسېدونکي نقيبالله عزيزي پژواک ته وويل: «د ګردېز ښار په بېلابېلو برخو کې داسې ويجاړ شوي ځايونه موجود وو چې د باران په وخت کې به اوبه په کې درېدلې او په نورو ورځو کې به خاورې او ګردونه جوړول.»
نوموړى وايي، د دغو ځايونو په جوړېدو سره به يادې ستونزې له منځه لاړې، پاکوالى به رامنځته او ښار به ښکلى شي.
د يادونې ده چې څو مياشتې وړاندې هم د ګردېز ښار ځیني داخلي سړکونه رغول شوي وو، خو چارواکي وايي چې دا ځل د ښار څلورلارې، پلچکونه او نور مهم ځايونه هم رغوي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن