Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوېلي کوریا او ډنمارک په افغانستان کې د زده‌کړې بهیر د ودې لپاره ۱۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې/ UNICEF ویلي، سوېلي کوریا د افغانستان د ښوونکو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر او ډنمارک بیا ماشومانو ته د زده‌کړې د سیمه‌ییزو ټولګیو جوړولو په موخه ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

یادې شوې ادارې د یوه ټویټ په کولو له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د ښوونکو د ملاتړ له لارې به وتوانېږي څو په افغانستان کې د زده‌کړې بهیر ښه کړي.

یونیسف لیکلي: «له ښوونکو مناسب ملاتړ د ماشومانو له غوره ښوونې او روزنې سره مرسته کوي.»

سوېلي کوریا په داسې حال کې د یونیسف ادارې له لارې دغه مرسته کوي چې افغان ښوونکي تل د خپلو معاشاتو له کمښت او بد اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي.

دغه‌راز یونیسف د یوه بل ټویټ په کولو ویلي چې ډنمارک بیا افغان ماشومانو ته د زده‌کړې د سیمه‌ییزو ټولګیو جوړولو په موخه ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه پیسې به په افغانستان کې ماشومانو ته د زده‌کړې د سیمه‌ییزو ټولګیو پر جوړولو ولګول شي.

په وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې هلکانو او نجونو ته د زده‌کړې سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.