Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې پر  ۵۰۰ معلولینو ویلچیرونه ووېشل شول

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۱): د ترکیې د بشردوستانه مرستو سازمان/ IHH له لوري په کندهار کې له ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچیرونو مرسته وشوه.

د کندهار د شهیدانو او معلولینو چارو رییس سید محمد طاهر اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ترکیې د بشر دوستانه مرستو سازمان نن د دغه ولایت له هغو معلولینو سره د ۵۰۰ وېلچېرونه مرسته وکړه چې د جګړو او چاودنو له امله یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

دی وايي، دغه معلولین به وکړای شي چې د مرسته شوو وېلچیرونو په وسیله له یوه ځایه تر بله تګ راتګ وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د معلولنیو د ثبت لړۍ روانه ده او تر دې مهاله یې زرګونه معلولین ثبت کړي دي.

د ده په خبره، د دې لړۍ له بشپړېدو سره به معلولینو ته د هغوی د میاشتنیو حقوقو د ورکړې لړۍ هم پيل شي.

معلولین خوښ دي چې نن ورسره د وېلچیرونه مرسته وشوه.

د محمد نبي په نوم یوه معلول - چې څو کاله مخکې یې په یوه چاودنه کې خپلې دواړې پښې بایللې- پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې یې په ډېر کړاو له یوه تر بله ځایه تګ راتګ کاوه، خو مرسته شوی ویلچېر به یې دا ستونزه حل کړي.

خو ده غوښتنه وکړه چې د معلولینو میاشتني حقوق دې ډېر شي او دغه‌راز دې د زده‌کړې او کار زمینه ورته برابره شي.

د محمد سرور په نوم بل معلول هم ورته غوښتنه کوي او وايي، معلولین د ټولنې هغه وګړي دي چې له نورو ډېرې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.

دی هم له حکومته د میاشتنیو حقونو د ډېرولو او کار غوښتنه کوي.

د ترکی د بشردوستانه مرستو سازمان ويي، په نږدې راتلونکې کې به د کندهار په ولسوالیو کې هم له معلولینو سره ورته مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.