کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د زمبابوې لوبډلې پخپل ګروپ کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ مینهوال حیران کړل.
په اسټرالیا کې د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د اول ګروپ یوه لوبه د پاکستان او زمبابوې ترمنځ ترسره شوه؛ د دې لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۳۱ منډو اسان هدف ورکړ؛ خو پاکستاني لوبغاړي د هدف په پوره کولو ونه توانېدل او د اتو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۲۹ منډې جوړې کړې. دغهراز زمبابوې دا لوبه د یوې منډې په توپیر سره وګټله.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې دا د پاکستان دویمه پرلهپسې ماتې ده؛ تر دې وړاندې د هند پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه بایللې وه.
نن په نورو لوبو کې انګلستان نیدرلنډ او سویلي افریقا بیا بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
افغانستان به نن خپله درېیمه لوبه د جمعې پر ورځ له ایرلینډ سره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP