ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د کابل ښاریانو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکاره ورکوي

حکومت د کابل ښاریانو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکاره ورکوي

author avatar
29 Oct 2022 - 14:16
حکومت د کابل ښاریانو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکاره ورکوي
author avatar
29 Oct 2022 - 14:16

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): د موظفې کمېټې د پرېکړې له مخې، د کابل ښاریانو لپاره د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره چې هر ټن به یې نهه زره افغانۍ بیه ولري، پلور ته وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کابل کې د ډبرو ښه سکاره یو ټن تر ۱۶۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

درې ورځې مخکې پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون لرګیو او د ارې بورو بیه ۸ سلنه رالوېدلي ده.

د دغو راپور له مخې خلکو له حکومته غوښتي وو چې د ډبرو سکرو بیې دې راټیټي کړي؛ ځکه چې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره یې د اخیستلو وس نه لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن خبرپاڼه خپره کړې او لیکي چې د ریاست‌الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ژمي په رارسېدو سره د سون توکو د بیو د ټیتوالي لپاره لازم اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اوس یادې کمېټې پرېکړه کړې چې د کابل ښار په څلورو سیمو کې ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای کیږي او خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.

سرچینه لیکي، په بازار کې د ډبرو سکرو د بیې او وېش چارو څارنه د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره کېږي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د اوبلن ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه، د خصوصي سکتور او د ګاز او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

Views: 785

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.