Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون جوړ شو

هرات (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د «افغان لاجورد» په نوم د داخلي تولیداتو نندارتون تېره ورځ د دولتي چارواکو په شتوالي کې جوړ شو.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي چې د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د شرکتونو وضعیت د پخوا په پرتله مخ پر ښه کېدو دی.

د عزیزي په خبره، اوسمهال په هېواد کې پنځه زره فابریکې فعالې دي او د تولیداتو په برخه کې کار کوي.

نوموړي وویل، هېواد ته د وارداتو له کمېدو سره هم مهاله مرکزي حکومت د زمینې په برابرولو سره توانېدلی چې د تېر کال په پرتله د هېواد صادرات ۳۵ سلنه ډېر کړي.

په دغه حال کې، د هېواد د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مرستیال خانجان الکوزی هم وایي، په هېواد کې د صادراتو کچه لوړه شوې او اټکل شوی چې د دغه کال تر پایه تر یو نیم میلیارد ډالر صادرات ولرو.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال په هېواد کې د پنبې کر ډېر شوی او اټکل شوی چې یوازې ۶۰ زره ټنه د پنبې په برخه کې صادرات وشي.

په ورته وخت کې، د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وایي، په دغه نندارتون کې مختلف ډول تولیدي او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

خادم له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د خپلو تولیدي محصولاتو ۱۵۰ غرفې یې نندارې ته ايښې او دغه نندارتون به په صنعتي ښارګوټي کې د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي.

له بلې خوا، د یاد ولایت یوه سوداګره ښځه سمیرا ریحان له پژواک سره په خبرو کې دغه نندارتون د داخلي صنایعو او د دوی د وړتیاوو نندارې ته اېښودو لپاره یو ښه فرصت و باله.

د ریحان په خبره، له سوداګرو او پر کار بوختو ښځو څخه ملاتړ ته ډېره اړتیا ده څو د حکومت له خوا د دوی محصولاتو لپاره د صادراتو زمینه برابره شي.

په یاد نندارتون کې غرفه‌لرونکې ښځې وایي، دغه نندارتون د هغو د لاسي صنایعو پېژندنې لپاره ډېر ګټور دی.

په دغه حال کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه نرګس هاشمي وایي، د ښځو په سوداګریزو چارو کې ستونزې نشته، له ښځو  څخه د دولت ملاتړ او ورته په دغه نندارتون کې اجازه ښځو ته ډېره انګېزه ورکړې ده.

د یادونې ده، په هرات کې هر کال د داخلي محصولاتو نندارتون جوړېږي او په اوسني نندارتون کې ۳۰ غرفې یوازې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.