ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۹۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۹۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
29 Oct 2022 - 17:35
تېره اونۍ افغانستان کې لږ تر لږه ۹۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
29 Oct 2022 - 17:35

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): تېره اونۍ، چین او د امریکا متحده ایالتونو وویل چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي او سوېلي کوریا او ډنمارک له افغان ښوونکو څخه د ملاتړ لپاره لس میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

  • اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت غوښتنه وکړه.
  • جاپان بیا کابل کې ډیپلوماتیک فعالیت پیل کړ.
  • چین: افغانستان کې د خپلو پروژو عملي چارې پیلوو او ځینې نورې نیمګړې پروژې هم بشپړوو.
  • سیګار: امریکا په افغانستان کې د نیمه‌کاره پروژو کار بېرته پیلوي.
  • ریچارډ بنیټ وایي، افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.
  • سرپرست حکومت: د بنیټ څرګندونې مغرضانه او غیرمسلکي دي.
  • یو ځل بیا ځینو سرچینو په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پر پرانیستې ټینګار وکړ.
  • سوېلي کوریا او ډنمارک له افغان ښوونکو د ملاتړ لپاره لس میلیون ډالر مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په بدخشان کې د عملياتو په ترڅ کې ۳۸ د حکومت وسله‌وال مخالفين وژلي او د دغو عملیاتو پر مهال درې امنيتي کسان هم وژل شوي دي.

د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې چادونې درې کسان او په پنځمه حوزه کې چاودنې اوه کسان ټپيان کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، د ناچادو توکو د چادونې له امله په پکتیا کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په تخار کې يو قومي مشر، په ننګرهار کې دوه کسان، په اروزګان کې يو تن، په بلخ کې يو ډاکټر وژلي او د هغه موټرچلوونکی يې ټپي کړی او په لوګر کې يې يوه مېرمن وژلې ده.

دغه‌راز چارواکي وايي، په بادغیس کې د يوه امنيتي کس په «خطايي ډز» کې يوه ښځه وژل شوې او بله ټپي شوې ده او په کندوز کې یوه کس لومړی یوه نجلۍ او وروسته خپل ځان په ډزو وژلی دی.

د راپور له مخې، د تخار په اشکمش لسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله يوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه امنيتي ځواکونه ټپيان شوي او په بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو د روغتيايي کارکوونکو پر موټر بريد کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي؛ خو ځينو رسنيو بيا د نامعلومو سرچینو په حواله د ټپيانو شمېر لس او ځینو ان ١٨ ښودلى دى.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د نيمګړو پروژو د بيا پيل دوام

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې هېواد به یې ډېر ژر په افغانستان کې د خپلو پروژو عملي چارې پیل او د نړۍوال او اسیا پراختیایي بانکونو له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې به هم بشپړې کړي.

دغه‌راز، د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش «سیګار» په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه به په افغانستان کې د نیمه‌کاره پروژو کار بېرته پیل کړي.

کابل کې د جاپان سفارت د کار بیا پیل

د راپورونو له مخې، د جاپان د بهرنیو چارو وزير یوشیماسا هایاشي تېره اونۍ وویل چې هېواد يې په افغانستان کې ديپلوماتیک فعالیت له سره پيل کړی دی.

دا مهال په داسې حال کې د چین، روسیې، پاکستان، ایران، قطر، ترکیې او سعودي عربستان سفارتونه او د اروپايي ټولنې په ګډون د ځینو نړۍوالو ادارو دفترونه په کابل کې فعالیت لري چې تر اوسه د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د نړې هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

پر ټولګډونه حکومت ټينګار

تېره اونۍ، افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون وویل، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت غوښتنه لاهم یوه اساسي غوښتنه ده چې د سیمې هېوادونه یې ملاتړ کوي.

دغه‌راز، په بلخ کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوه ناسته کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وایي، حکومت یې ټولشموله دی او ټول قومونه او د لږکیو استازي پکې ونډه لري، خو د نور ټولګډونوالي لپاره یې هم هڅې کوي.

د بشري حقونو په اړه بېلابېلې څرګندونې

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلی، د سرپرست حکومت په لارښوونه له ښځو څخه د هغوی ټول بنسټیز حقونه اخیستل شوي او افغانستان د ښځو لپاره پر بدترین هېواد بدل شوی دی.

هغه ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ، د دغه هېواد په تاریخ کې بې‌ساری دی.

دغه‌راز، هغه زياته کړې چې له پنجشېر څخه د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي، ملکي وګړي نیول شوي، د ښځو او نجونو له حقونو هم سرغړونې شوې دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ریچارډ بنیټ راپور رد کړی او هغه یې مغرضانه او غیر مسلکي راپور بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د بشري وضعيت د څار لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او اشخاصو ته هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې شوې او یادې ادارې هم باید «اخلاقاً له دغې مثبتې روحیې ناوړه استفاده» ونه کړي.

همداراز، د منځنۍ اسيا او اروپايي شورا د سيمه‌یيزې غونډې ګډونوالو د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول، د ښځو او لږکيو د حقونو پر تامين ټينګار کړى دى.

د نجونو زدهکړې

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د نجونو د ښوونځیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او په کې راغلي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو تر اوسه بدې پایلې لرلې دي او له امله یې د نجونو زده‌کوونکو شمېر خورا کم شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو مرستیاله هیدربار وايي:«۴۰۰ مه ورځ ده چې طالبانو نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته چې نجونې په سیستماتیکه توګه له زده‌کړو او ښځې له کاره منع کړي.»

دغه‌راز، د افغاستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده‌کړې له بې‌وزلۍ د وتلو لپاره ډېر مهم رول لري.

همداراز، د بلخ یو شمېر اوسېدونکو او دیني عالمانو هم له سرپرست حکومته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پر مهال، د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو ترمنځ پر ملي مذاکراتو ټینګار کړی او د کرزي د هغه دریځ ملاتړ يې کړی چې تل د نجونو د ثانوي زده‌کړو لپاره غږ پورته کوي.

له افغانستان سره مرستې

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې يا یونیسف وايي، سوېلي کوریا او ډنمارک د افغانستان د ښوونکو د ملاتړ لپاره لس میلیون ډالر مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بنیټ وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره به له بهرنيو مرستندویانو سره خبرې وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌پي) بيا ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو څخه نهه يې کافي خوړو ته لاسرسى نه لري خو حکومت  بيا دغه څرګندونې ردوي.

له هېواده بهر د فدرالي نظام پلوي ګوند د جوړښت اعلان

له هېواده بهر «د افغانستان د عدالت او ازادۍ» په نوم ګوند د خپل شتون د اعلان پرمهال د فدرالي نظام پر جوړولو ټينګار وکړ، خو یو شمېر کسانو يې په اړه غبرګونونه ښودلي او نيوکې يې پرې کړې دي.

د یادولو ده چې په دې وروستيو کې د بهر مېشتو سیاستوالو او پخوانيو حکومتي چارواکو له خوا د سياسي خوځښتونو د موجوديت اعلانونه کېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغه ډول خوځښتونو په اړه  ويلي چې ازمویل شوې څېرې نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري او دوی په تېرو دوو لسیزو کې خلکو ته امتحان ورکړی دی.

ترکي علما: د افغانستان اصلي انځور د نړۍ مسلمانانو ته رسوو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې علماوو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د «ښه امنیت، اسلامي نظام او شته فرصتونو انځور» به د نړۍ مسلمانانو ته ورسوي.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.