Language

نورستان او میدان وردګو کې له سلګونو کسانو سره مرسته وشوه

پارون (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): په نورستان کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو  او میدان وردګو کې له ۶۲۵ بزګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د سرې میاشتې ریاست د خپرونو مسوول محمد اسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۸۰۰ کورنۍ د یوې رڼې سروې په پایله کې اړې او مستحقې پېژندل شوې وې چې نن پرې د دغه ریاست له لوري خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰ لېټره غوړي، ۵ کیلوګرامه بوره او دوه پاکټه مالګه ورکړل شول.

ده خبر ورکړ چې په منډول او وانټ وایګل ولسوالیو کې به هم له اړو کورنیو سره ورته مرستې وشي.

د برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکی شمس‌الرحمن- چې دغه مرسته یې ترلاسه کړې وه- پژواک خبري اژانس ته وویل، مرسته شوي توکي به یې تر یوه وخته د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

خو دی وايي، سوړ ژمی را روان دی، خلک سخت غربت او بېوزلۍ ځپلي دي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې په یاد ولایت کې مخکې هم له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

له بلې خوا د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو موسسې (FGA ) له خوا د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې له ۶ سوه او ۲۵ بزګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.

 سرچینه زیاتوي، هر بزګر ته (۵۰) کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، (۵۰) کیلو ګرامه تور کود ( DAP) او (۵۰) کیلو ګرامه سپین کود (Urea) د حاصلاتو د کچې لوړولو او همدا راز د بزګرانو د اقتصادی ودې په موخه ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.