فیضاباد (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
د فيضاباد ښار اوسېدونکى نيازمحمد د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کيفيته شکايت کوي او وايي، د فيضاباد ښار او ځينو ولسواليو ډېرى اوسېدونکي هم ورته شکايتونه لري.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د روشن شبکي سيمکارت کاروي او انټرنېټ هم په همدې سیمکارت کي فعالوي، خو ډېر کله د یادې شبکې د کمزورۍ له امله ګټه نهشي ترې اخیستلای.
نوموړي زیاته کړه: «ځیني وخت یو ساعت په تمه وو څو د واټساپ له لارې مو یو پیغام واستول شي او یا یې ترلاسه کړو.»
نيازمحمد وايي، د مخابراتي خدماتو د ټيټ کیفیت ستونزه نوې نه، بلکې له ډېر پخوا راهیسې شته او اوس هم پاتې ده.
سرچينې د انټرنېټي ستونزو ترڅنګ د غږيزو مکالمو د ټيټ کيفيت په اړه هم اندېښنه وښوده او وايي، د دوى ستونزې د کليو پرمختيايي شوراګانو د استازو له لارې تر ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ رسېدلې چې بالاخره په جرم ولسوالۍ کې شاواخوا یوه اونۍ د روشن مخابراتي شبکې فعاليت بند شو.
په ورته وخت کې د بدخشان د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى جلالالدين هم د مخابراتي شبکو، په ځانګړې توګه د اېمټياېن له ټيټ کيفيته شکايت کوي او زياتوي چې د دوو دقيقو خبرو او بل لور ته د مطلب رسولو لپاره تر درېیو ځلونو ډېره اړیکه نیسي او بېرته پرې کېږي چې دا ډېره ستونزمنه ده.
نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت او اترا ادارې وغوښتل چې د بدخشان د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د روشن مخابراتي شبکې د زون مسوول خیرالدین خیراندېش هم تاییدوي چې د افغانستان په څېر هېواد د مخابراتي شبکو په سیسټم او ټکنالوجۍ کې کله ناکله ستونزې موجودې وې او وايي چې په جرم، شغنان او اشکاشم ولسوالیو کې د خدماتو پر ښه کولو کار روان دی او روشن شبکه هڅه کوي چی خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي او د شغنان ولسوالۍ تخنیکي ستونزه هواره شوې او د اشکاشم ولسوالۍ د تخنیکي ستونزې پر حل عملي کار روان دی.
هغه زیاتوي چې د روشن مخابراتي شبکې د بدخشان ۸۰ سلنه نفوس تر پوښښ لاندې راوستلی او هڅه کوي چې معیاري خدمات ورته وړاندې کړي.
هغه مني چې په جرم ولسوالۍ کې د روشن شبکې بندېدو لامل د سيمې د اوسېدونکو ناسم پوهاوی و چې ستونزه ډېر ژر حل شوه او اوس دغه شبکه فعاله ده او په پام کې لري چې په راتلونکو دوو اوونيو کې په دې ولسوالۍ کې یو بل سایټ هم جوړ کړي څو د خدماتو کیفیت لوړ شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې له زغم او حوصلې کار واخلي او شرکتونه پرېږدي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د مخابراتو ریاست او اترا ادارې استازی د یادې ستونزې له شریکولو سره سره خبرو ته حاضر نه شو، خو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي چې د مخابراتي شبکو خدماتو د ټيټ کیفیت او ستونزو په اړه به د وزارت او شرکتونو له مسوولینو سره خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP