Language

د هېواد په کچه د کانګفو څوارلسم پړاو سیالۍ په غزني کې پیل شوې

غزني (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۱): د هېواد په کچه د کانګفو څوارلسم پړاو سیالۍ د غزني په کوربه‌توب پيل شوې چې له ۳۱ ولایتونو د دې لوبې ۲۰۰ ورزشکاران ورته رابلل شوي دي.

د افغانستان د کانګفو ملي فدراسیون مشر حبیب الله فایز د دغو سیالیو د پيل په مراسمو کې وویل، په دغو سیالیو کې له پروان، زابل او غور پرته د ۳۱ ولایتونو د کانګفو ۲۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په پایله کې به ۴۵ وړتیا لرونکي ورزشکاران د کانګفو ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

دی وايي، دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه دا سیالۍ په غزني کې جوړېږي.

د ده په خبره، د دغو سیالیو موخه دا ده چې د کانګفو لوبې د لوړ استعداد لرونکي او تکړه ورزشکاران په نښه شي او بیا د هېواد له هېواده بهیر سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس انجنیر نظرمحمد مطمین وویل، حکومت د ورزشکارانو د ملاتړ او هڅونې لپاره ځانګړې برنامې لري.

هغه زیاته کړه، د سرپرست حکومت له راتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د هېواد په کچه د کانګفو سیالۍ جوړېږي.

غزني ته له لوګره راغلي د کانګفو ورزشکار سید ذبیح الله کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې دغه ولایت ته راغلی او د دغو سیالیو ګډونوال دی.

ده غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې دا سیالۍ په نورو ولایتونو کې هم جوړې شي.

د یادونې ده، سږ کال دا دویم ځل دی چې په غزني کې د هېواد په کچه ورزشي سیالۍ جوړېږي.

له دې مخکې په دغه ولایت کې د هېواد په کچه د تکواندو سیالۍ هم جوړې شوې وې چې د ۲۱ ولایتونو ورزشکارانو ګډون په کې کړی وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.