ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د نېزه ‌وهنې سیالۍ وشوې

پکتيکا کې د نېزه ‌وهنې سیالۍ وشوې

author avatar
31 Oct 2022 - 11:20
پکتيکا کې د نېزه ‌وهنې سیالۍ وشوې
author avatar
31 Oct 2022 - 11:20

ښرنه (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د پکتيکا په يحيی‌خېل ولسوالۍ کې د نېزه‌وهنې لوبې- چې د پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو د نېزه‌وهنې د لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې- د يحيی‌خېل ولسوالۍ د نېزه‌وهنې لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.

د پکتيکا د المپیک امر عثمان سيرت پژواک خبري اژانس ته وویل، دا لوبې د سيمې د ځوانانو له لوري جوړې شوې وې چې د يادو درېیو ولايتونو د نېزه‌وهنې ۱۵ لوبډلو پکې برخه اخيستې وه.

نوموړی وایي، یادې سیالۍ د يحيی‌خېل ولسوالۍ په ميدان کې وشوې چې وروستۍ لوبه هم د دې ولسوالۍ د نېزه‌وهنې ټيم وګټله.

په ورته مهال، د نېزه‌وهنې يو شمېر لوبغاړي ټينګار کوي چې حکومت دې د دې لوبې غني کېدو ته پام ډېر کړي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي، د پکتيکا په ګډون په يو شمېر نورو هغو ولايتونو کې د نېزې وهنې لوبو ته ميدانونه جوړ کړي چې دغه لوبه پکې تاريخي مخينه لري.

په مرکز ښرنه کې د نېزه وهنې يوه لوبغاړي يار محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «شپږ یا اوه کاله کېږي چې دا لوبه کوم، زما ډېره خوښېږي خو تر اوسه ميدان نه لرو، نېزه‌بازي ډېر اوږد تاريخ لري، خو تر اوسه توجه نه ده ورته شوې، موږ غواړو چې حکومت میدان راته جوړ کړي.»

د نېزه‌وهنې د دغو لوبو يو ګډونوال غازي محمد جان بيا وایي، حکومت دې د دوی لپاره په ملي کچه د لوبو زمينه برابره کړي.

هغه دغه‌راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې دوی ته په بهر کې له نورو هېوادونو سره د لوبو زمینه برابره کړي.

بلخوا د افغانستان د نېزه‌وهنې، اوزلوبي او ولسي لوبو د فدراسيون رييس محمد سرور جلال پکتيکا ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د نېزه‌وهنې لوبې د پرمختګ په موخه نېزه‌وهونکو ته پر يوه ځانګړي قانون کار کوي څو د دغې لوبې لوبغاړو ته د لوبې اړوند معلومات پکې وړاندې شي.

نوموړی وایي، د نېزه‌وهنې لوبو ته په ولايتونو کې د ميدانونو د جوړولو پر طرحې هم کار کوي څو ژر یې جوړ او په دې برخه کې د نېزه‌وهونکو ستونزې ورسره راکمې شي.

هغه زياته کړه: «موږ د دوی لپاره يو قانون جوړوو څو هغه ځينې نيمګړتياوې چې دوی یې د اسونو يا نورو برخو کې لري پوره شي او همدارنګه د دوی لپاره د ميدانونو د جوړولو په موضوع هم کار کوو چې ورته جوړ یې کړو.»

د ده په وینا، په راتلونکي کې پلان لري چې په ولايتونو او ولسواليو کې د اسونو فارمونه هم جوړ کړي، څو په کور دننه اسونه وروزل شي او نسل یې ډېر شي.

د نېزه‌وهنې لوبه د پکتيکا په ګډون د هېواد په غزني، میدان وردګ، زابل، پکتيا او خوست ولايتونو کې له پخوا کېږي چې ډېر مینه‌وال لري.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.