Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې

شبرغان/ میمنه (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بې‌ځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د فارياب د پوهنې رييس مولوي حفيظ‌الله معتصم‌بالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په «ده عزیزخان» سیمه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا د ١٦٤ زره امريکايي ډالرو په لګښت د داخلي بې‌ځايه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وايي، د دغه ښوونځي ودانۍ په ٦٠٠ متر مربع ځمکه کې د ١٦٤ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې ده.

د فارياب د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس حاجي سيف‌الدين جهادي وويل چې په دغه ښوونځي کې به شاوخوا زر داخلي بې‌ځايه شوي زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت شي.

په ميمنه کې داخلي بې‌ځايه شوې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښ دي او وايي، ماشومانو یې د زده‌کړې د ځاى نشتوالي له امله تر کېږدیو او د ونو تر سيوري لاندې زده‌کړې کولې چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره یې ستونزې هوارې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې د ١٥٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د غاليو پروسس د يوې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د عابد افغان شرکت استازى ذبيح‌الله زاهد چې د دغې پروژې د تطبيق مسوولیت لري، وايي چې دغه مرکز د ١٥٠زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي؛ بودجه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا ورکړل شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دغه مرکز په دوه زره متر مربع ځمکه کې د شپږو کاري مياشتو په موده کې په یو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.

هغه زياته کړه: «د دې پروژې چارې نن د آقچې ولسوالۍ په نوراباد سيمه کې پيل شوې او د یادې پروژې په پيلېدو سره به ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.»

د جوزجان والي قاري محمد‌اسمعيل راسخ پژواک ته وويل: «د دغه مرکز په پرانیستلو سره به د غاليو د بسته‌بندۍ، پرې کولو او پروسس چارې همدلته ترسره کېږي او له همدې ځايه به بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي چې دا د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه خبر دى.»

هغه وايي چې تر دې مخکې په یاد ولايت کې د دغه ډول یوې فابريکې د نه‌شتون له امله توليد شوې غالۍ د پرې کولو، مينځلو او پروسس لپاره مرکز او يا هم ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول کېدې چې په ډېره کمه بيه پلورل کېدې.

د نوموړي په وينا، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونه د غاليو په صنعت کې مشهور دي؛ په ځانګړې توګه هغه غالۍ چې د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ کې توليدېږي، ډېر مينه‌وال لري او د دغه مرکز جوړېدل د شمال ولایتونو اوسېدونکو لپاره مادي او معنوي ارزښت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.