کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا له افغانستان څخه لوبه وګټله.
په دغه سیالۍ کې چې نن ترسره شوه، افغانستان لومړۍ پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
افغانستان په ټاکلو شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې رحمانالله ګربز ۲۸، عثمان غني ۲۷ او ابراهیم ځدراڼ بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.
دغهراز د سریلانکا لوبډلې یاد هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې مجیبالرحمن او راشد خان د سریلانکا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په روان نړۍوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه انګلستان ته وبایلله او د ایرلنډ او نیوزلنډ پر وړاندې يې لوبې د باران له امله لغوه شوې.
د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به د شل اووریز نړۍوال جام په ګروپي سیالیو کې خپله پنځمه او وروستۍ لوبه د نومبر په څلورمه نېټه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کوي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن