Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار ښار کې د ښځو لپاره عیدګاه او پارک جوړ شول

کندهار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د غازي امان‌الله خان په نوم د ښځو لپاره عیدګاه او پارک جوړ شول او نن د چارواکو له خوا پرانیستل شول.

په دې اړه نن (سه شنبه) په دغه پارک کې مراسم جوړ شوي وو چې د ښاروالۍ د مسوولینو ترڅنګ د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) استازو او د یادې ناحیې اوسېدونکو پکې ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د کندهار ښاروال حاجي رحمت‌الله حسن وویل، پر دې پروژې- چې د پارک او عیدګاه ترڅنګ په ۱۳ او ۱۴ ناحیو کې د ۹۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال پاکول او د ۱۴۸۰ متره استنادي دېوال جوړول هم په کې شامل دي- ۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د خوړو نړۍوال سازمان له خوا ورکول شوې دي.

د ده په خبره، یادې شوې درې واړې پروژې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

هغه له یادې ادارې وغوښتل چې د نورو ورته پروژو په برخه کې هم همکاري زیاته کړي، څو له یوې خوا د بیارغونې کارونه وشي او له بلې خوا بې‌روزګاره کسان پر کار وګومارل شي.

ښاروال د دغه پارک په اړه ډېر معلومات ور نه کړل او دا یې هم و نه ویل چې ایا ښځې به اجازه ولري د تفریح لپاره دغه پارک ته لاړې شي او که نه؟

د ښځو په دغه پارک کې شل زره ونې اېښودل شوې، یو د اوبو لوی حوض او دغه‌راز دوې برمې او د سولر سیسټم هم لري.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دا ډول پروژې د خلکو لپاره ګټورې دي او دوی به یې پوره ساتنه وکړي.

د نهمې ناحيې اوسېدونکی محمد صابر وایي: «دا د هر فرد مسوولیت دی چې په د دغو پروژو په ساتنه کې خپل رول ادا کړي، ځکه دا هر څه د خلکو دي او د خلکو لپاره دي.»

د نهمې ناحيې یو بل اوسېدونکی اسدالله هم وایي، د دوی په سیمه کې مخکې چې استنادي دېوال نه و، د بارانونو اوبو ډېرو کورونو ته زیانونه اړول خو اوس به له دې ستونزې څخه بې‌غمه وي.

هغه زیاته کړه: «دلته اوبو په وار وار د خلکو کورونه نړولي دي، کوچنیان او لویان یې مړه کړي، دا چې اوس دوه طرفه لوی دېوال جوړ شو موږ ډېر خوشحاله یو، له اوبو او سېلابونو څخه به خلاص شو.»

د دغې غونډې په پای کې د (WFP) استازي انجنیر امان‌الله ترابزي هم وویل، دوی اوسمهال د خپلو پروژو چارې له شپږو میاشتو څخه یوه کال ته غځولې او هڅه کوي چې د خلکو له اړتیا سره سم پروژې پلې کړي.

ده زیاته کړه: «موږ اوسمهال پر یوه نوي پروګرام کار کوو چې تر لس زره ډېرو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي؛ موږ د اوبو کوچني بندونه جوړوو، شاوخوا ۳۰۰۰ متره استنادي دېوالونه جوړوو او نورې د مالدارۍ په برخه کې پروژې هم په پلان کې لرو.»

که څه هم اوسمهال د ښاروالۍ اړوندو پروژو کې زیات شمېر کسان پر کارونو بوخت دي، خو د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې باید خلکو ته بنیادي کارونه پيدا شي څو هغوی په دوامدار شکل د خپلو کورنیو لپاره عاید ولري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.