کابل (پژواک ۱۰ لړم ۱۴۰۱): په غور او ميدان وردګو کې له ۲۶۰۹ کورنيو سره نغدي، اروزګان کې له ۲ زرو کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او غزني کې له ۲ زره ۴۹۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په غور ولایت کې له ۲۵۳۹ بېوزله کونیو سره نغدي مرسته وشوه.
د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مطبوعاتو مسؤول محمد عیسی اقبالي وویل، دغه مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د غور په مرکز او ولسوالیو کې وېشل شوې ده.
هغه وايي چې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ امریکايي ډالر وېشل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي حسینالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې د دوو مرستندویه موسسو په مالي همکارۍ له ۷۰ کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
نوموړي وویل، د وطن تخنیکي او ټولنیزو خدمتونو موسسې (WSTA) له خوا په مرکز میدانښار او نرخ ولسوالۍ کې د جګړو له امله زیانمن شوو ۲۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د هغه په وینا، هرې کورنۍ ته ۱۰۵۰ امریکايي ډالر ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، د افغان ټولنې او روغتیا بیارغونې موسسې (ACHRO) له خوا هم د ولایت په کچه له ۴۷ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه.
حقاني وویل، د یادې موسسې له خوا هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شول.
دغهراز د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر ۲ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو.
د خاص اروزګان ولسوال حاجي امین پژواک خبري اژانس ته وویل، د غنمو د اصلاح شوي تخم مرسته د افغان پرمختيايي موسسې/ADA له خوا چمتو شوې وه چې د ځايي مسؤولینو له خوا نن پر ۲ زره اړو او مستحقو کروندګرو ووېشل شوه.
د افغان پرمختيايي موسسې ادارې مسوول محمدنعیم مومند وویل، د دغې ادارې له خوا نن له دوه زره کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه چې هر کروندګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شو.
ده له کروندګرو وغوښتل چې ترلاسه کړی تخم په خپلو ځمکو کې وکري څو ښه حاصلات ترې واخلي.
نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به له کروندګرو سره د کيمیاوي سرې مرسته هم وکړي.
بلخوا، د غزني په خواجه عمري، رشیدان او واغظ ولسوالیو کې له ۲ زره ۴۹۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د چمتووالي رئیس مولوي محمد حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له خوا پر ۲ زره ۴۹۲ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول چې د یوې سروې په پایله کې مستحقې پېژندل شوې وې.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکړل شول چې تر یوه وخته به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.
تېره ورځ هم د دغې ادارې له لوري د غزني ولایت په ګیلان او ناهور ولسوالیو کې پر ۳ زره ۹۸۹ اړو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP