ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

author avatar
1 Nov 2022 - 21:12
د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه
author avatar
1 Nov 2022 - 21:12

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱ ) د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې  انګلستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه ، خو له دې ګروپ څخه افغانستان په سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.
دا سیالۍ چې په اسټرالیا کې روانې دي، نن د اول ګروپ دویمه لوبه د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه.

انګلستان ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، د انګلستان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او دغه راز انګلستان دا لوبه د ۲۰ منډو په توپیر سره وګټله.
دغو لوبو وروسته په اول ګروپ کې ټولو لوبډلو څلور څلور لوبې کړې دي، انګلستان، اسټرالیا او نیوزیلینډ پنځه پنځه ، سریلانکا څلور او افغانستان دوه نمرې لري.
افغانستان له دې سیالیو ووتله، خو خپله وروستۍ لوبه له اسټرالیا سره کوي.

په دې اول ګروپ کې که انګلستان، نیوزیلینډ او اسټرالیا خپلې وروستۍ لوبې وګټي، نو ددوی د نومرو اوسط ته په کتلو به لومړۍ دوه لوبډلې سیمي فاینل ته ځي، او که کومه لوبډله ماتې وخوړه او سریلانکا وګټله نو بیا د سریلانکا چانس هم شته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.