ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ماليې لوړوالي او خامو موادو کموالي له امله پکتیا کې ګڼ شمېر فابریکو فعالیتونه درولي»

«د ماليې لوړوالي او خامو موادو کموالي له امله پکتیا کې ګڼ شمېر فابریکو فعالیتونه درولي»

author avatar
1 Nov 2022 - 17:04
«د ماليې لوړوالي او خامو موادو کموالي له امله پکتیا کې ګڼ شمېر فابریکو فعالیتونه درولي»
author avatar
1 Nov 2022 - 17:04

ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د پکتیا سوداګرۍ خونه وایي، د مالیې او تعرفې لوړوالي او د خامو موادو کموالي له امله په دغه ولایت کې ډېر شمېر کوچنیو فابریکو خپل فعالیتونه درولي دي.

دغه څرګندونې د پکتیا سوداګرۍ خونې رییس فضل‌الدین جلالزي دغه ولایت ته د رییس‌الوزرا له لوري لېږل شوي اقتصادي پلاوي سره په لیدنه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، د ماليې او تعرفو د لوړوالي، د خامو موادو نشتون او نورو لويو او وړو ستونزو له امله ډېر شمېر کوچنيو فابريکو خپل فعاليتونه درولي چې دا په اقتصادي برخه کې د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړي وویل، په دغه ولايت کې سوداګر او صنعت‌کاران له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې يادو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

جلالزی وایي، د پکتيا سوداګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ګردېزـ پټان لويه لار دې ټرانزيټ کړي، صنعتي پارک دې فعال او په بانکونو کې دې د پيسو خدمات اسانه کړي.

دغه‌راز د حکومت له لوري د استول شوي پلاوي مشر محمد ابراهيم حکمت وويل: «د پکتيا د سوداګرو په ستونزو کې يې ځينې داسې دي چې په ټولو ولايتونو کې شته دي او ځينې يې بيا په ځانګړو وزارتونو او ادارو پورې اړه لري چې حل کوو يې.»

حکمت دا هم وويل چې له دوی سره په دې پلاوي کې د ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو استازي هم شامل دي چې د سوداګرو کوچنۍ ستونزې به ژر تر ژره حل کړي.

هغه وایي، حکومت په ټوله کې د سوداګرو د ستونزو هوارولو او دوی ته په چارو کې د اسانتیاو برابرولو کې ژمن دی.

په پکتيا کې د باروړونکو موټرو اتحاديي مشر قادر مقبل وويل چې د ګردېزـ پټان د لويې لارې د نه ترانزيټ له امله په ګمرکي برخه کې سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل: «د پټان په ګمرک کې د معياري سکنر، کيفيت کنټرول، د موادو لپاره د ګودامونو، د اطفايې او نورو اسانتياوو د نشتون له امله زياتره باروړونکي موټر په  نورو ګمرکونو تګ راتګ کوي، ځکه چې د سوداګريزو توکو د چک او کنټرول لپاره دغه وسايل مهم دي.»

د مقبل په  خبره، که چېرې د پټان لاره رسما ترانزيټ شي، نو له يوې خوا به د سوداګرو لپاره لار لنډه شي او له بلې خوا به دغه سيمه هم  پر يوه لوی سوداګريز بندر او مرکز بدله شي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.