ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍواله محکمه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې بېرته پیلوي

نړۍواله محکمه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې بېرته پیلوي

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو ویلي، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، هاګ کې د جنګي جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي.

په راپور کې راغلي، قاضیان په یوه نوي حکم کې څارنوال «کریم خان» ته – چې د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر او د جرمونو نړۍواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لري – اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړي.

سرچينه زياتوي، د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او «طالبانو» چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.

په راپور کې راغلي: «تېر کال کریم خان ویلي وو چې په څېړنو کې به د طالبانو او داعش خراسان ډلې له لوري د شوو جرمونو قضیو ته لومړیتوب ورکول کېږي خو په دغه نوي حکم کې د امریکا، طالبانو او پخواني افغان حکومت یادونه شوې او د داعش ډلې نوم نه دی په کې اخیستل شوی.»

سرچينه زياتوي، د افغانستان په جګړو کې د شوو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو بهیر لومړی ځل په ۱۳۸۶ کال کې رسماْ پیل شوی او له ۱۳۸۲ کال راوروسته شوي‌ جنګي جنایتونه پلټل کېږي.

افغانستان له ۱۳۸۲ کال راهیسې د نړۍوالې جنایي محکمې غړیتوب لري.

سرچينه ليکي: «خو د محکمې قاضیانو او د دوسیې پر مخ وړونکو څارنوالانو ویلي، په تېرو کلونو کې یې څو څو وارې کابل کې له حکومتي چارواکو د معلوماتو او لاسوندونو راټولېدو کې  مرسته غوښتې وه، خو هېڅ ډول همکاري ورسره نه وه شوې. د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې محکمې څارنوالانو ته واک ورکړ چې د افغانستان پر قضیه څېړنې پیل کړې خو دا څېړنې یوه میاشت وروسته هله بېرته ودرېدې چې د محمداشرف غني په مشرۍ افغان حکومت یې له محکمې د ځنډېدو غوښتنه وکړه.»

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.