اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې کابینې د نشهیي توکو او مسکراتو له قاچاق سره د مبارزې د ګډې کړنلارې څېړلو پریکړه کړې ده.
له ارګه د لړم په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه کې د نشهيي توکو او مسکراتو د قاچاقو پر وړاندې د مبارزې د ګډې کړنلارې څېړلو پرېکړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د پرېکړې له مخې، ټاکل شوی پلاوی دي د څېړنې پایله د شرعي اړخونو له روښانولو وروسته د ریاستالوزراء له مقام سره شریکه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کرکیله کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ملي دفاع، ماليې او کورنیو چارو وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست د لوړ رتبه غړو په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې څو د مسلخ دولتي شرکت د فعالیت او دفاعي او امنیتي ارګانونو ته د غوښې چمتو کولو موضوع وڅېړي او پایله يې د ریاستالوزراء مقام ته وړاندې کړي.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې اقتصادي کمېسیون به د سوداګرۍ وزارت له خوا د خصوصي سکټور د ودې په موخه د ملاتړ صندوق، د صادراتو د اسانتیا لپاره طرحه، د رب جوړولو او رومي بانجانو کرلو موضوعګانې په هر اړخیز ډول وڅېړي او پایلې به يې له کابینې سره شریکې کړي.
د کابینې په دې ناسته کې د لغوه شوو ادارو د پورونو څېړلو موضوع د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور په مشرۍ پلاوي ته سپارل شوې او دغه راز د امو سیند نفتي حوزې اړوند راپور او د قرارداد بيا تړون غوښتنه تایید او د فعالیت دنده د کانونو او پټرولیم وزارت ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP