ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې چاودنې اته کسان ټپیان کړل

کابل کې چاودنې اته کسان ټپیان کړل

author avatar
2 Nov 2022 - 08:59
کابل کې چاودنې اته کسان ټپیان کړل
author avatar
2 Nov 2022 - 08:59

لومړی تعقیب، کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کلیو پراختيا وزارت کارکوونکو پر یوه کاسټر موټر چاودنې اته کسان ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې شوې وه.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې د کلیو پراختيا وزارت کارکوونکو پر یوه کاسټر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

ده وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې اته کسان ټپيان شوي دي.

دی وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او سیمه د امنیتي ځواکونو تر څار او کنټرول لاندې ده.

Views: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.