کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا نه بل سبا (د لړم ۱۴مه) شاوخوا ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
یاد بانک د لړم په ١٢مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن