کابل (پژواک، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۸۰۰۰ زلزلهځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.
دغه سازمان نن (پنجشنبه، د لړم ۱۲مه) پر خپل ټویټر لیکلي: «د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې مو د څه باندې ۸۰۰۰ زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.»
یاد سازمان زیاته کړې چې دا کورونه به د ژمي له رارسېدو مخکې زلزلهځپلو ته وسپارل شي.
د دغو ۱۰۰۰ کورونو جوړولو چارې د روان کال د زمري په ۲۹مه نېټه د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د مرستیال شرف الدین مسلم له خوا پیل شوې وې.
نوموړي هغه وخت پژواک ته ویلي وو: «د دغو کورونو پر جوړېدو شپږ میلیون ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان له خوا ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې د (اهدا) په نوم یوه موسسه مخې ته وړي.»
د یادونې ده، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سختې زلزلې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې ویجاړ یا تخریب کړل.
د دې زلزلې له امله تر ټولو ډېر زیان د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېره ولسوالیو کې واوښت.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن