ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افریقایي هېواد ایتوپیا کې کورنۍ جګړه ختمه شوه

په افریقایي هېواد ایتوپیا کې کورنۍ جګړه ختمه شوه

author avatar
4 Nov 2022 - 04:53
په افریقایي هېواد ایتوپیا کې کورنۍ جګړه ختمه شوه
author avatar
4 Nov 2022 - 04:53

اټلانټا (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱) : د راپورونو له مخې، په افریقایي هېواد ایتوپیا کې د اوربند تړون لاسلیک او په دغه هېواد کې  کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د ایتوپیا د تګراي په سیمه کې د تګرای د خلکو د ازادۍ د جبه​ې او حکومتي چارواکو ترمنځ له څو ورځو راهیسې خبرې روانې وې.

سرچینې زیاته کړې، دا جګړه دوه کاله مخکې پيل شوې وه، خو رېښې یې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې غځېدلي وې. دې ډلې تر ۲۰۱۸ کال پورې په ایتلافي حکومت کې لوی ځای لره چې بیا یې وروسته په ملي کچه واک او قدرت محدود شول.

د ابې احمد حکومت وايي چې دا ډله غواړي یو وار بیا په ایتوپیا باندې حاکمیت ترلاسه کړي، خو د تیګرای ډله وايي چې حکومت غواړي دا سیمه وځپي.

د اوربند د تړون له لاسلیک کېدو وروسته، د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو د دغه کار هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د جګړې ختمولو لپاره «لومړی ګام بللی» دی.

د ګوتېرش ویاند په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې ده چې دا تړون به د میلیونونه ایتوپیایانو د کلونو کلونو کړاونو ته دایمي حل لاره ومومي.

د امریکا حکومت هم دا تړون ستایلی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل: «د ایتوپیا د حکومت او د تګرای د خلکو د ازادۍ د جبهې ترمنځ د جګړې ختمولو لپاره د تړون لاسلیک کېدو په اړه د افریقايي ټولنې اعلان د سولې په لوري یو مهم ګام دی.»

د افریقايي‌ ټولنې مشر ماکي سال، چې د سینیګال ولسمشر هم دی، د تړون لاسلیک کېدل «عالي خبر» بللی دی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د دایمی ثبات او سولې په لوري ګامونه واخلي.

د ایتوپیا د ګاونډي کینیا ولسمشر ویلیم روتو هم د دې خبر هرکلی کړی او ویلي دي‌ چې «زه د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد او د تګرای مشرتابه په ایتوپیا کې د سولې د بیا ستنولو لپاره ستایم،» هغه ویلي‌ دي چې متوازن تړون به په ایتوپيا کې دایمي‌ سولې او سیاسي ثبات ته لار پرانیزي.

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.