[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): افغانستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۰ زېږدیز کال شل اووریز کرکټ نړۍوال جام کې ګډون کړی و او تراوسه یې په شپږو نړۍوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.
د کرکټ ملي لوبډلې خپل وروستی نړۍوال جام په اسټرالیا کې ترسره کړ، خو پرته له کومې بریا یې سفر نن پای ته ورسېد .
افغانستان تر اوسه په شپږو نړۍوالو جامونو کې ګډون کړی چې په لاندې ډول دي.
د ۲۰۱۰ زېږدیز کال نړۍوال جام
دا سیالۍ په ویسټانډیز کې ترسره شوې؛ په دغه نړۍوال جام کې افغانستان د ګډون په موخه په غوراوي سیالیو کې برخه واخیسته او له ایرلینډ سره یې په ګډه لار ومونده. افغانستان د لومړي ځل لپاره نړۍوال جام ته لار موندلې وه.
د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې افغانستان ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه.
په یاد نړۍوال جام سیالیو کې افغانستان په سي ګروپ کې له هندوستان او سویلي افریقې سره و، خو دواړه لوبې یې بایلودې. یاد نړۍوال جام انګلستان وګټه.
د ۲۰۱۲ زېږدیز کال نړۍوال جام
دغه نړۍوال جام چې په سریلانکا کې ترسره شوې، غوراوي سیالیو پایلوبې ته یې یو ځل بیا افغانستان او ایرلینډ لار ومونده، دا ځل پایلوبه ایرلینډ وګټله، خو نړۍوال جام ته دواړو لوبډلو لاره پیدا کړه.
افغانستان په الف ګروپ کې له هندوستان او انګلستان سره و او دا ځل یې بیا دواړه لوبې بایلودې.
یاد نړۍوال جام دا ځل ویسټانډیز وګټه.
د ۲۰۱۴ زېږدیز کال نړۍوال جام
دا نړۍوال جام به بنګلهدېش کې ترسره شو؛ دا ځل تر غوره لوبډلو مخکې د اتو لوبډلو ترمنځ ابتدایي سیالۍ ترسره شوې، له افغانستان سره په ګروپ کې بنګلهدېش، نیپال او هانګ کانګ لوبډلې وې، خو افغانستان پخپل ګروپ کې یوازې یوه لوبه وګټله او له مخکې تګه پاتې شو.
یاد نړۍوال جام سریلانکا وګټلو.
د ۲۰۱۶ زېږدیز کال نړۍوال جام
دغه نړۍوال جام په هندوستان کې ترسره شو؛ افغانستان د دې سیالیو په لومړي پړاو کې پخپل ګروپ کې له زمبابوي، سکاټلینډ او هانګ کانګ څخه لوبې وګټلې او دویم پړاو ته یې لار ومونده.
په دویم پړاو کې افغانستان له ویسټانډیز، انګلینډ، سویلي افریقا او سریلانکا سره په ګروپ کې و. افغانستان پخپل ګروپ کې ویسټانډیز ته تاریخي ماتې ورکړه او په نړۍوال جام کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال نړۍوال جام
دا سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، خو اتلولي اسټرالیا وګټله.
دا ځل افغانستان نېغ په نېغه غوره لوبډلو ته لاره موندلې وه، د افغانستان په ګروپ کې پاکستان، هند، نیوزیلینډ، نمیبیا او سکاټلینډ وو.
افغانستان نمیبیا او سکاټلینډ ته ماتې ورکړه او په خپل ګروپ کې یې څلورم مقام خپل کړ. دغه جام ویسټانډیز وګټه.
د ۲۰۲۲ زېږدیز کال نړۍوال جام
دا سیالۍ په اسټرالیا کې روانې دي، خو د افغانستان سفر پای ته ورسېد.
دا ځل افغانستان بیا نېغ په نیغه غوره لوبډلو ته لار موندلې وه، خو په سخت ګروپ کې و. په الف ګروپ کې له افغانستان سره اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلینډ، سریلانکا او ایرلینډ وو.
د افغانستان دوې لوبې د باران له امله ونه شوې او درې نورې یې بایلودې او دغه سفر یې له کومې بریا پرته تمام شو.
په ټولیزه توګه افغانستان تر اوسه په شپږو نړۍوالو جامونو کې ۱۹ لوبې کړې، اوه یې ګټلې او په ۱۲ لوبو کې له ماتې سره مخامخ شوی.
دا معلومات له ویکیپیډیا څخه اخیستل شوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP