زرنج (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، کمال خان بند د هېواد په کچه يوه له بنسټيزو پروژو څخه ده چې د جوړولو چارې یې د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پیل شوې دي. دغه بند په نیمروز ولایت کې پر ۸۰ زره هکتاره ځمکې خړوبولو سربېره، ۹ میګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.
د افغانستان حکومت په تېرو لسو کلونو کې، یو ځل بیا د دغه بند د بیارغونې چارې پیل کړې چې لومړی پړاو یې په ۱۳۹۱ او دویم یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ شو. د وروستی پړاو کار چې د بند اصلي برخه ده، په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت له پراختیايي بودجې د ۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوی دی.
د چارواکو په وینا، د کمال خان بند پروژې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی؛ یوازې ۲۰ سلنه د کانال غځونې کار یې چې له دغه کاناله ولسوالیو ته یې غځول دي، پاتې دي.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کمال خان بند د کار څارنې او د اوبو په برخه کې د نيمروز خلکو ستونزې ته د رسېدنې په موخه دغه ولايت ته سفر کړى دی.
هغه وويل، ژر تر ژره به له شرکت سره اړيکه ونيسي او د نه پاملرنې په صورت کې به وضاحت وغواړي او په ګوډزري سيمه کې به د اوبو د ضايع کېدو مخه ونیول شي.
هغه ژمنه وکړه چې د بندونو د دروازو لپاره ۲۲ جېکونو ته اړتیا ده چې له هند هېواده یې غوښتي او ژر به یې نصب کړي او د لخشک سیمې په اړه یې هم له انجینرانو سره مشوره کړې او لازم اقدامات به وکړي.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د کمال خان بند د پرمختګ چارې په خپله مدیریت کوم او ژر به یې چارې بشپړې کړو.»
مولوي سید محمدولي اغا چې د بند د لیدنې پر مهال یې د رییسالوزراء ملګرتیا کوله، ویې ویل: «د کمال خان بند د دروازو د پرانیستلو او تړلو لپاره ۲۲ جېکونو ته اړتیا ده چې دغه جېکونه له هنده افغانستان ته واردېږي چې د ستونزو په اساس دغه جېکونه تراوسه هېواد ته نه دي رارسېدلي، نو له همدې امله وروستیو سېلابونو دغه بند ته زیان اړولی دی.»
هغه زياته کړه، د لخشک سيمې دېوال دوه متره لوړوالي ته اړتيا لري چې د هغه د بيارغونې په صورت کې به د کمال خان بند ظرفيت لوړ شي، خو تر دې مهاله هېڅ کار نه پرې شوى او د نيمروز ولايت د خلکو اساسي غوښتنه هم د دغه دېوال بیا رغول او لوړول دي چې دغه استنادي دیوال په ګودزري سیمه کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره اړین دی.
د نيمروز د اوبو لګولو ریيس د ستونزو په اړه وویل، د برېښنا د توربينونو نصبول هم د بند يوه له ستونزو ده چې ټول توربینونه نيمروز ولايت رسېدلي، خو د بند پر دروازو د توربینونونو د نصبولو لپاره مسلکي ټيم نشته.
هغه وويل، په دې برخه کې له هند سره قرارداد شوى، خو اړوند شرکت د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى چې د توربینونونو د نصبولو لپاره خپل مسلکي ټيم نيمروز ولایت ته واستوي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن