کابل (پژواک، ١۴ لړم ١۴٠١): په کندهار کې حکومتي سرچينې وايي چې سوداګر محمد صادق اڅکزى تر تښتولو وروسته وژل شوى او مړی یې په ميوند ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
په کندهار کې يوې حکومتي سرچيني د نوم نه خپرولو په شرط د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سوداګر محمد صادق اڅکزى ٢٠ ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه کندهار ته راغلى و.
هغه وايي، دغه سوداګر غوښتل چې چمن ته ولاړ شي خو په هماغه ورځ سپين بولدک ولسوالۍ ته پر لار د وسلهوالو له لوري تښتول شوى و.
ده وويل چې تېره ورځ د دغه سوداګر جسد له ميوند ولسوالۍ څخه موندل شوى دى.
د محمد صادق اڅکزي د وژلو انګېزه تر اوسه نه ده څرګنده شوې، خو له جسد سره يې ٨٥ زره کلدارې هم موندل شوې دي.
د ميوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظر محمد پژواک ته وویل: «پرون ځينو کسانو دغه جسد پيدا کړی و، بیا یې طالبانو ته خبر ورکړ، له دغه کس سره ۸۵ زره کلداري هم وې، خو نور معلومات نه دی راته شوي چې دغه جسد به دلته چا راوړی وي.»
بل لورته، د کندهار حکومتي مسوولينو او د محمد صادق اڅکزي کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 390
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن